د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په روسیې تازه بندیزونه ولګول


جمهور رئیس براک اوباما وایي روسیې ته یې خبرداری ورکړی چې د امریکا په انتخاباتو کې دې لاس نه وهي
جمهور رئیس براک اوباما وایي روسیې ته یې خبرداری ورکړی چې د امریکا په انتخاباتو کې دې لاس نه وهي

د متحده ایالاتو جمهور رئیس براک اوباما په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د روسیې د لاس وهنې او د ځینو امریکایي چارواکو پر ضد د روسیې د حکومت د تیرې کوونکو فعالیتونو په خاطر یې امر کړی چې په روسیې دې بندیزونه وضع شي.

جمهور رئیس براکاوباما امر کړی چې د روسیې د استخباراتو د ادارې پنځه دیرش کار کوونکي دې په دوه اویا ساعتونو کې د امریکا نه ووځي. د روسیې د استخباراتو په دوه مهمو ادارو هم بندیزونه وضع شویدي. د استخباراتو د ادارې پدې کار کوونکو دا شک دی چې د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې یې لاس وهلی او د کمپیوټرونو نه یې معلومات غلا کړیدي.

د متحده ایالاتو حکومت غواړي چې دغه بندیزونه دې د جنوري د میاشتې د شلمې نیټې نه مخکې چې د جمهور رئیس اوباما د حکومت دوره پای ته رسیږي، په روسیې دې دغه بندیزونه وضع شي.

روسیې بیا دغه بندیزونه غندلي دي. د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زخارووا په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې " د امریکایي جګپوړو چارواکو د دروغو ویلو نه تنګ شویدي"

د امریکا استخباراتي ادارو ویلي دي چې روسیې پدې خاطر په انتخاباتو کې لاس وهلی چې د دیموکرات ګوند د کاندیدې په مقابل کې د جمهوري غوښتونکو د ګوند کاندید ډانلډ ټرمپ انتخابات وګټي.

د ټرمپ یوه ویاند شان سپایسر بیا په انتخاباتو کې د روسیې د لاس وهنو په هکله د شواهدو غوښتنه کړې.

سپایسر وایي " له بده مرغه یو شمیر کسان کوښښ کوي چې د ټرمپ د انتخاباتو ګټل کمزوري کړي" دغه چارواکي همدارنګه وویل " که چیرته امریکا د روسیې د لاس وهنو په هکله کره شواهد لري، باید چې ښکاره یې کړي"

په همدې حال کې د امریکا د سنا په مجلس کې مشهور جمهوري غوښتونکي سناتور لنډزي ګراهم پدې ټینګار وکړ چې روسیې د امریکا په انتخاباتو کې لاس وهلی او زیاته یې کړه چې د دې نه سخت بندیزونه به پرې ولګول شي.

ګراهم ویلي دي چې کانګریس به جمهوری ریاست په انتخاباتو کې د روسیې د لاس وهنو په هکله تحقیقات وکړي.

XS
SM
MD
LG