د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: هند او پاکستان باید هلې ځلې زیاتې کړي


اوباما: هند او پاکستان باید هلې ځلې زیاتې کړي

اوباما: هند او پاکستان باید هلې ځلې زیاتې کړي

د امریکا جمهور ریس براک اوباما له هغه وروسته چی د ممبئ په ښار کې یې د هندي محصلینو سره د امریکا او پاکستان په حساسو مسایلو خبرې وکړې ، اوس نوي ډیلي ته رسیدلی دی.

د هند صدراعظم منموهن سنگ نن ښاغلي اوباما ته د هند پایتخت ته د رسیدو په وخت کی په هوایی ډگر هرکلی ووایه. جمهور رئیس په لس ورځني سفر وتلی دی.

ټاکل شوې چې دواړه مشران مخکې له دې چې د دوشنبې په ورځ د یو شمیر مسایلو لکه د تروریزم سره د مبارزې او د اقلیم د بدلون په اړه تړونونه اعلان کړي، نن به یو ځل بیا هغوی په یوه دولتي میلمستیا کې ملاقات وکړي.

ښاغلي اوباما نن وویل چې امریکا په ټینگه د پاکستان سره په دې خبرې کوي چې د اسلامي بنسټ پالنې د سرطان پرخلاف مبارزه وکړي ، خو په دې اړه پرمختگ په هغه اندازه چې امریکا یې توقع لري نه ترلاسه کیږي.

هند په پاکستان تور لگوي چې بنیاد گرایان تقویه کوي چې هغوی په کال ٢٠٠٨ م کې په ممبۍ کې یو لړ ترورستي حملی وکړې چې ١٦٠ تنه پکې ووژل شول.

XS
SM
MD
LG