د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئیس اوباما د باسکټبال په لوبه کې ژوبل شویدی


جمهور رئیس اوباما د باسکټبال په لوبه کې ژوبل شویدی
جمهور رئیس اوباما د باسکټبال په لوبه کې ژوبل شویدی

سپینه ماڼۍ وایي چي جمهوررئیس اوباما کله چي یې د باسکیټ بال لوبه کوله د مقابل لوري د یوه ورزشکار د څنګل سره یې مخ وجنګید او ژوبل سو، چی له دې کبله یې شونډه ١٢ کوکه ګنډل شوې ده.

د سپیني ماڼۍ نطاق رابرټ ګیبز وویل چي جمهورر ئیس پرون د جمعې په ورځ د ملګرو او د کورنۍ د غړو سره دا لوبه کوله. دا پېښه د واشنګټن په سیمه کي په فورټ میک نېر کي چي د امریکا یوه نظامي اډه ده شوې ده.

ګیبز وویل چي د جمهوررئیس اوباما د غه جراحي عملیات د سپیني ماڼۍ د ډاکټر په دفتر کي په داسي حال کي وسول چي هغه ته یوازي محلي انستیزي یا د بې هوشي دارو ورکړه سوي و. ښاغلی اوباما د باسکیټ بال د لوبي سره ډیره زیاته مینه او علاقه لري.

XS
SM
MD
LG