د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د مالیاتو د ادارې ریْس وايي چې د امریکا د داخلي عوایدو د ادارې له خوا د محافظه کاره سیاسي ډلو په په نښه کولو کې چې د ولسمشر اوباما د مالیاتو او لګښتونو د پالیسوو سره یې مخالفت درلودی، غیر عاقلانه غلطیانې ترسره شوي دي.

د آمریکا د داخلي عوایدو د ادارې پخواني سرپرست ریْس سټیفن میلر چې د ولسمشر اوباما له خوا روانه اونۍ د خپلې دندې نه ګوښه کړل شو د جمعې په ورځ یې د کانګرس یوې استماعیه غونډې ته وویل چې د امریکا د داخلي عواید په اداره کې د ګوندي اختلافاتو مفکوره لا وجود نلري.


هغه په پراخه پیمانه د محافظه کار ګوندونو د په نښه کولو په برخه کې د آی آر اس یا د امریکا د داخلي عواید د ادارې د نقش په خاطر بخښنه وغوښته چې د درو کلونو لپاره یې په پرله پسې توګه دغو ډلو ته د مالیاتو نه د معافۍ امتیاز نه دی ورکړی. خو میلر په ډاګه دا وویل چې فکر نه کوي چې د ښي لاس ګوندونه د سیاسي توپیرونو پر بنسټ په نښه شوي وي. ،،زه فکر کوم چې هغه څه چې ترسره شوي دي هغه غیرعاقلانه تیروتنې دي چې د آی آر اس کارکونکو غوښتل چې د خپل کار په ترسره کولو کې لازیات موثرتیا وښيي چې خپل د کارونو بوج کم کړي. هغه لست چې په تحقیقاتو کې ترلاسه شوی دی یوه تیروتنې په ګوته کوي نه دا چي په پراخه اندازه سیاسي اختلاف په ګوته کړي.،،


د امریکا د داخلي عوایدو ادارې هغه ډلې په نښه کړي دي چې په نومونه کې یې د ،،ټي پارټي،، چې یوه محافظه کار ډله ده او ،،پاټریاټ،، چې بله محافظه کاره ډله ده، کلمې وې او ددغو ډلو نه یې د هغوي د فعالیتونو په هکله څیړنې کړي دي او ځیني غوښتي یې دي چې خپل د بډایه ورکونکو نومونه دي افشا کړي.

په امریکا کې د ټي پارټي د ګوند ډلې د پراخ او غټ حکومت په خاصه توګه د ولسمشر اوباما د پالیسو سره مخالفت لري. همدغه راز د پټریټ ډله هم چې یوه ټولنیزه ډله ده د حکومت د پالیسو سره د ورته دلایلو پر بنسټ مخالفت لري.

همدغه راز د کانګرس د جمعې د ورځې په استماعیه غونډې کې د جورج رسیل په نامه د حکومت یو مفتش هم برخه واخیسته چا چي روانه اونۍ ریپوټ ورکړ او په خپل ریپوټ کې یې ادعا وکړه چې د حکومت غلفت د آی آر اس یوې څانګې ته اجازه ورکړې ده چې محافظه کاره سیاسي ډلې په نښه کړي. نوموړي د ولسي جرګې یوې جرګه ګۍ ته په وینا کې دا خبرې وکړې.

یاده شوې استماعیه غونډه د موضوع په تړاو د استماعیه غونډو د لړۍ لومړۍ غونډه وه چې د جمعې په ورځ د امریکا په کانګرس کې دایره شوه.


ښاغلي اوباما هم د پنجشنبې په ورځ وویل چې هغه د آی آر اس د اقدام په خاطر په غوصه شوی دی او هوډ یې وکړ چې د کانګرس سره به په ګډه کار وکړي چې په یاده شوې ادارې کې اصلاحات رامنځ ته کړي. ،،زه په غوصه ځکه یم چې یو حکومتي مامور یم. که چیري په راتلونکي کې حکومتونه د مالیاتو د قوانینو څخه د یوه ګوند په تاوان یا ګټه کار واخلي نو دا به مونږ ټول آصیب پذیره کړي.،،


د یادونې وړ ده چې جمهوري غوښتونکو چې د ولسمشر اوباما سیاسي مخالفین دي هوډ یې کړی دی چې د آی آر اس د اعمالو د پلټنو په برخه کې به پراخې پلټنې وکړي.
XS
SM
MD
LG