د لاس رسي وړ اتصالات

د اسرایلو او فلسطین په مسلې کې د اوباما او نیتن یاهو اختلافات


د اسرایلو او فلسطین په مسلې کې د اوباما او نیتن یاهو اختلافات

د اسرایلو او فلسطین په مسلې کې د اوباما او نیتن یاهو اختلافات

د امریکا جمهوررئیس براک اوباما د فلسطین د آینده دولت په باب د فلسطینیانو مهمه غوښتنه منظور کړې او ویلي یې دي چي د هغه حدود باید د هغو سرحدونو په اساس وي چي د ١٩٦٧ کال د شپږ ورځنۍ جګړې نه مخکي فلسطین درلودل.

دامرېکا جمهوررئېس براک اوباما اوداسراېېلو صدراعظم نن د جمعی په ورځ له ېوه مجلس نه وروسته ووېل چې د منځنی ختېځ د سولی په لاره کې اختلافا ت په خپل حال پاتی دی. دامجلس ېوه ورځ وروسته له هغی تبصری نه وشو چې ښاغلی اوباما داسراېېلود احتمالی سرحدونو په برخه کې تبصره وکړله.

نتانېا هوو ووېل چې دی دښاغلی اوباما د سولی دهڅو قدرکوي . اواسراېېل سوله غواړی. زه سوله غواړم.

تردې ېوه ورځ مخکی جمهوررئېس اوباما ووېل داسراېېلو سرحدي برېدونه باېد د هغو سرحدی پولو له مخی وټاکل شی چې د 1967 م کال له شپږ ورځنی جنګ نه مخکی وې، البته ېوڅه شراېط به ورسره ملګری وي.

هغه ووېل شراېط به داوی چې د دواړو خواو ېعنی اسراېېلو او فلسطېن په گډ توافق به ېوشمېر سېمی سره تبادله شی. په دې توگه به ددواړو هېوادونو لپاره خوندی او پېژندل شوي سرحدونه وټاکل شی. جمهوررئېس براک اوباما په دې باندی د پالېسۍ په ېوه مهمه وېنا کې خبری وکړلی.

هغه فلسطېنېان چې دمستقل دولت لپاره مبارزه کوی، هغوی دبراک اوباما دغه خبری ېې قبولی کړلی. خو دامرېکا د جمهوررئېس پر خبرو د نتانېاهو له خوانه په سختو الفاظو انتقاد وشو. داسراېېلو مشر ووېل د 1967 سرحدي خطونه به داسراېېلولپاره ددفاع کولو وړ نه وی.

هغه ووېل که اسراېېل له هغو سېمو نه چې په دغه جنگ کې نېول شوې وې ووځي نو داسراېېلی ناقلېنو ډېر ډېر کمپونه به په لوېدېزه غاړه کې له اسراېېلو نه بهر پاتی شی.

د جمعی په ورځ د اسراېېلو د صدراعظم نتانېا هو ېوه مرستېال ووېل چې داسراېېلو چارواکی داسی احساس کوی چې واشنگټن په دې واقعېتونو نه پوهېږی چې اسراېېل له څه شی سره مخ دی. داسراېېلو او فلسطېن ترمنځ خبری د تېرکال د سپتمبر په په مېاشت کې په ټپه ودرېدلی. ېو دلېل ېې داو چې فلسطېنېانو داسراېېلو په تعمېراتی کارونو انتقاد وکړ ځکه چې په داسی ځای کې ېې جوړول چې هغه به دفلسطېن داېنده دولت خاوره وی.

په داسی حا ل کې چې ښاغلی نتانېاهو او ښاغلی اوباما دخبرو لپاره ځان چمتو کوی داسراېېلو حکومت چارواکېو داسی پلانونه اعلان کړل چې تقرېبا د1600 نويو کورونو جوړول په ختېځ بېت المقدس کې اعلان کړی. دغه نوي کورونه په هغه خاوره کې راځی چې اسرائېلو د 1967 مېلادی کال په جگړه کې نېولی وه.

XS
SM
MD
LG