د لاس رسي وړ اتصالات

سپینه ماڼۍ کې د اوباما د وروستي کال لمړیتوبونه


ولسمشر اوباما د بدلون تر شعار لاندې په ۲۰۰۸ کال کې واک ته ورسید
ولسمشر اوباما د بدلون تر شعار لاندې په ۲۰۰۸ کال کې واک ته ورسید

داعش او ایران د امریکايي ولسمشر د باندنۍ تګلارې په سر کې ځاې لري خو د هیواد دننه بیا وسله تر ټولو مُهمه موضوع ده.

۲۰۱۶ په سپینه ماڼۍ کې د باراک حسین اوباما اتم او وروستی کال دی. امریکایان به د روان کال په نوامبر میاشت کې د خپل ۴۵ ولسمشر د ټاکلو لپاره رایې ورکړي او د ۲۰۱۷ کال په جنوری کې به اوباما رسماً د سپینې ماڼۍ د چارو واګې، نوي‌ ولسمشر ته وسپاري.

۵۶ کلن اوباما پخپل اته کلن حکومت کې د نوبل د جایزې د ګټلو تر څنګ ګڼې نورې لاسته راوړنې هم لري‌ خو جمهوریت غوښتونکي سیالان یې بیا په ناسمو او نیمګړو تګلارو تورنوي.

اوباما په یکشنبې له نسبتاً اوږدې رخصتۍ وروسته له هاوايي نه واشنګټن ستون شو او سملاسي یې په یوې راډیويي وینا کې وویل چې د ولسمشر په توګه د خپل وروستي کال د چارو د ترسره کولو لپاره پوره چمتوالی لري.

بن رهودز، د اوباما د ملي امنیت مرستیال سلاکار، خبریالانو ته ویلي چې له اسلامي دولت ډلې یا داعش سره روانه جګړه به په ۲۰۱۶ کال کې د ولسمشر اوباما د بهرنۍ تګلارې د لمړیتوبونو په سرکې ځاې ولري.

پر ښاغلی اوباما د هیواد دننه کلکې نیوکې کیږي چې ګواکې د داعش د ماتولو لپاره سمه او کره تګلاره نلري. خو سپینه ماڼۍ وايي د داعش د ځپلو تګلاره په سمه روانه ده او وخت ته اړتیا شته تر څو پایلې یې جوتې شي.

له ایران سره د لاسلیک شوي اټومي تړون پلي کیدل هم د ولسمشر اوباما د بهرني سیاست په لمړیتوبونو کې ګڼل کیږي. اسرائیل چې د امریکا ډیر نږدي متحد هیواد دی او جمهوریت غوښتونکي امریکايي سیاستوال د دغه تړون سخت مخالفت کوي.

د ایران د اټومي پروګرام سمه څارنه تر ډیره د اړیکو سمون ته اړتیا لري خو په منځني ختیځ کې د امریکا له دوو مُهمو انډیوالانو - عربستان او اسرائیلو - سره د ایران اختلافات ورځ تر بلې زیاتیږي.

د شمیرو سرچینه: د امریکا حکومت
د شمیرو سرچینه: د امریکا حکومت

په ۱۹۶۱ کال د باراک اوباما تر زیږیدنې اته میاشتې وړاندې د امریکا او کیوبا تر منځ اړیکې وشلیدلې او دواړو هیوادونو د لسیزو لپاره یو بل ته د دښمن په سترګه کتل.

د ۲۰۱۵ کال په جولاې کې واشنګټن او هاوانا بیرته دیپلماتیکې اړیکې پیل کړې.

د امریکايي رسنیو په حواله ولسمشر اوباما لیواله دی چې په ۲۰۱۶ کال کې کیوبا ته سفر وکړي. که داسې وشي، نو دا به لمړی ځل وي چې یو برحاله امریکايي ولسمشر کیوبا ته ځي.

وسلې

که څه هم د هیواد دننه د ولسمشر اوباما تر ټولو ستره او بحث پارونکی لاسته راوړنه د روغتیايي خدماتو قانون بلل کیږي، خو په تیر یوه کال کې د وسلو د خرڅلاو او ساتلو موضوع د حکومت لپاره ستر سرخوږی شوی.

امریکا کې د سپکو وسلو (تمانچۍ، ټوپک) د خرڅلاو، رانیول او ساتلو په وړاندې قانوني خنډ نشته خو د همدغو وسلو کارونه اوسمهال د ډموکراتانو او جمهوریت غوښتونکو تر منځ په لویه سیاسي لانجې اوښتې ده.

د رسمي شمیرو له مخې له ۲۰۰۱ نه تر ۲۰۱۳ کال پورې په امریکا کې ۴۰۶۴۹۶ (څلورلکه و شپږزره او څلوسوه نهه شپیته) کسان په ډزو کې ووژل شول. دا پداسې حال کې ده چې په همدې موده کې ۳۵۰ امریکايان له هیواد نه بهر په ترهګریزو بریدونو کې ووژل شول.

په تیرو اوو کلونو کې ولسمشر اوباما پنځلس ځله ولس ته د سپکو وسلو په اړه ویناوې کړي او هرځلي یې له کانګرس نه غوښتلي‌ چې د وسلو پر خرڅلاو او کارونې محدودیتونه ولګوي.

خو ځیني امریکايان او د وسلو د خرڅلاو شرکتونه ټینګار کوي‌ چې د وسلو رانیول او ساتل د اساسي قانون د دوهم نمبر تعدیل په اساس، د خلکو قانوني حق دی.

XS
SM
MD
LG