د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما د لیبیا په اړه پخپل دریځ ټینګار کوي


اوباما د لیبیا په اړه پخپل دریځ ټینګار کوي

اوباما د لیبیا په اړه پخپل دریځ ټینګار کوي

د اوباما ادارې د سه شنبې په ورځ د لیبیا په مقابل کې د خپل دریځ نه دفاع وکړه. امریکا غواړی د بین المللی ټولنې سره په هم اهنگۍ عمل وکړي.

د سپینې ماڼۍ ویاند جی کارنی وايي جمهوررئیس اوباما او اداره یې په لیبیا کې جگړه په دقیقه توگه څاري.

یوه خبریال د سپینې ماڼۍ په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې دا پوښتنه وکړه چې جمهوررئیس د پریکړې لپاره ډیر وخت تیروي او په دې موده کې د لیبیا مشر معمرالقذافی ته دا فرصت ورکول کیږي چې مخالفین وځپي.

کارني په ځواب کې وویل: جمهوررئیس په دې سبب دا کار کوي چې په دې ځان ډاډه کړي چې سمه پریکړه کوي او په دې کې د الوتنو د بندولود حوزې په شان سمه پریکړه هم شامله ده.

کارني وايي: "زه فکر نه کوم چې امریکایان دا وغواړي چې د امریکا جمهوررئیس په یوازیتوب او بې له دې چې شاوخوا او پایلې سمې وسنجوي یو پوځي اقدام وکړي. جمهوررئیس باید پوه شي چې ددوی د عمل اهداف څه دي."

د جمهوررئیس ویاند وویل چې امریکا د بین المللي ټولنې سره په ملگرتیا او همکاری باید وړاندې شي.

کارني وايي: "داسې یو عمل باید په نظرکې ونیول شي او بیا عملی شي چې د بین المللي ملگرو هیوادو سره په هماهنگۍ سرته ورسیږي. ځکه د لیبیا په شان وضعیت دا ایجابوي چې پریکړې باید صرف یو اړخیزې نه وي بلکه په دې پریکړو کې مختلفې خواوې لکه عرب لیگ، نورهیوادونه او په سیمه کې سازمانونه گډون ولري."

کارني وویل چې اوباما د ملگرو ملتو سازمان ته گوري ترڅو دوی کومه پریکړه وکړي او بیا جمهوررئیس به په هغه باندې غوروکړي.

سه شنبې روستۍ موعد ؤ چې باید د ناتو تړون ته د الوتنو د بندیزد حوزې پلان وړاندې شوی وای. ناتو دغه پلان د چارشنبې په ورځ ترغورلاندې نیسي.

کارني وویل دی فکر نه کوي د لیبیا د پاڅه د الوتنو د بندیز حوزه یا په دغه هیواد کې پوځي عمل د امریکا د کانگرس تصویب ته اړتیا ولري.

هغه وویل، که چیرې د لیبیا په قواوو محدودیتونه ولگیږي نو هغه به ډیرمهم او غوڅ اقدام وي.

XS
SM
MD
LG