د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د لیبیا نظامي عملیاتو کې گډون اعلان کړ


امریکا د لیبیا نظامي عملیاتو کې گډون اعلان کړ
امریکا د لیبیا نظامي عملیاتو کې گډون اعلان کړ

د امریکا جمهوررئېس براک اوباما وايي امریکا ددې لپاره د غرب په نظامي عملیاتو کې د لیبیا د مشر معمر قذافي خلاف گډون وکړ چې د خلکو د ډله ئیزې وژنې او په وحشیانه توگه دهغوی د ځپلو مخه بنده کړي.

اوباما تیره شپه په واشنګټن کې د وینا پر وخت دغه اعلان وکړ.

توقع ده چې جمهوررئېس به د لیبیا په برخه کې خپل پېغام نور هم پسې تقویه کړي او د امریکا ددرې مهمو تلویزیوني شبکو سره به د سه شنبی په ورځ مرکې وکړي.

اوباما په خپله وینا کې وویل په دې کې شک نشته چې نړۍ به ډېر ښه ځای وای که چیرې د لیبیا مشر معمر قذافي په قدرت کې نه وای. خو هغه وویل چې دا به یوه اشتباه وي چې د ملگرومتلونو ماموریت پراخه کړی شی چې درژېم بدلون پکې شامل شي.

جمهوررئېس ددې لپاره دا وینا وکړله چې هغو اندېښنو ته ځواب ووايی چې په کانگرس او نورو ځاېونو کې پر هغه انتقادونه وشول. د هغه د پالیسۍ کره کتونکي وايي چې ښاغلی اوباما په دې کی پاتی راغلی دی چې د امریکا د پالېسی اهداف واضح کړي؛ په داسې حال کې چې د امریکا قواوې په هغه هوايي بریدونو کې دخېلې دي چې غواړی پر لیبیا باندی د نه پرواز علاقه تعمیل کاندي.

ښاغلي اوباما وویل په دې کې ستراتېژیکې گټې دي چې قذافي له دې نه ایسار کړی شي چې هغه کسان وځپي چې له ده سره مخالفت کوي. دا کار به بشري ستونزې او شخړې منځته راولي. هغه لوړه وکړله چې د دغه هېواد ملکیان خوندي وساتي او له نړیوالې ټولنې سره کار وکړي چې خواړه او صحي مرستې ورته برابرې کړي.

د قذافي قواوو یاغیان په شا وتنبول

امریکا د لیبیا نظامي عملیاتو کې گډون اعلان کړ
امریکا د لیبیا نظامي عملیاتو کې گډون اعلان کړ

د معمر قذافې قواوې له هغو یاغیانو سره په توده جگړه بوختې دي چې غواړي د سرت ښار په لور پرمختگ وکړي. دا د قذافي پلرنی ښار دی. خبریالان وايي د قذافي قواو نن یاغیان اړ کړل چې د ختېځ په لور په شا ولاړ شي.

خبرېالانو رپوټ ورکړ چې کله ېاغېان د بن جواد ښار سره راټولېدل دوی د راکټونو او ماشېندارو ډزې اورېدلې.

خو سره له دې هم خبرېالان وايی چی د قذافې دقواو خلاف نړېوالو هوايی بمبارېو ېاغېان په دې قادر کړېدی چې په دې نېژدې ورځو کې ېو شېمر سېمی ونیسي.

له قذافي نه په وروسته لیبیا بحثونه

امریکا د لیبیا نظامي عملیاتو کې گډون اعلان کړ
امریکا د لیبیا نظامي عملیاتو کې گډون اعلان کړ

د نړۍ د قدرتونو دیپلوماتانو په لندن کې خپل مجلس په دې هڅو باندې پیل کړیدی چې له معمر قذافي وروسته د لیبیا د آیندې لپاره یوه سیاسي کړنلاره جوړه کړي.

د ۴۰ هېوادونو خارجه وزیرانو په دغه کنفرانس کې نن د سه شنبی په ورځ گډون وکړ او د اوربند غوښتنه کوي.

د کنفرانس مقصد دادی چې د قذافې لپاره له قدرت نه د لېرې کېدلو ېوپلان جوړ کړی. په دغه کنفرانس کې د عربي هېوادونو یو شمېر خارجه وزیران، د عربو د اتحاد او افریقايي اتحاد استاځي شامل دی.

د امریکا د بهرنېو چارو وزېرې هېلری کلنټن دا وخت په لندن کې ده، هغې وویل چې د نړۍ قدرتونو د نظامي قدرت نه په لیبیا کې معمر قذافې د قواو په ځبلو کې کار واخېست او د لیبیا د خلکو د عام قتل مخه یې ونیوله. هغې وویل چې هوايي بریدونه به دوام ولري. هیلري کلنټن، د لیبیا د یاغیانو له استاځيی جبرېل محمود سره هم په لندن کې ملاقات وکړ.

د اوباما د ادارې یوه جگپوړه چارواکي وویل چې امریکا به ډېر ژر خپل استاځې لیبیا ته واستوي چې د یاغیانو له مشر سره ملاقات وکړي. دغه چارواکی ووېل چې دامرېکا دېپلومات کرېس ستېفنز به بنغازی ته ددې لپاره سفر وکړي چې له هغې ډلې سره ښې اړېکی ټینگې کړي چې غواړي قذافې له قدرت نه لیرې کړي.

دملگرو ملتونو عمومی منشی بان کېمون د سه شنبی په ورځ وویل چې د نړی قدرتونه دې ته چمتو کیږي چې د لیبیا دخلکو لپاره غټې مرستی برابرې کړي.

XS
SM
MD
LG