د لاس رسي وړ اتصالات

منموهن سنگ به د جمعی په ورځ له اوباما سره وګوري


د هند صدراعظم منموهن سنګ

د هند صدراعظم منموهن سنګ

دهند صدراعظم منموهن سنگ د جمعې په ورځ واشنگټن ته سفر کوي چې له ولسمشر اوباما سره کاري ملاقات وکړي.

په تېر یو کال کې دامرېکا اوهند ترمنځ،چی دنړۍ سترې دېموکراسۍ گڼل کېږي، دلوړې کچې چارواکېو له ېوبل سره پنځه پنځوس ملاقاتونه کړي دي.

دجمعی په ملاقات کې به ولسمشر اوباما او صدراعظم منموهن سنگ ملاقاتونو ېو ډول نتېجه گېري وکړي.

په دې برخه کې وعدې او ژمنې ډېرې دي خو ېوشمېر خلک وايي چې دهند او امرېکا ترمنځ داسې کوم نوی او مهم شی منځته ندی راغلی، خصوصا د 2008 م کال راهېسې چې دهند او امرېکا ترمنځ دملکي اټومی مساېلو په برخه کې ډېرمهم تړون منظورشو.

دهند دبهرنېو چارو وزېرې آغلې سوجاتا سنگ ووېل چې سږکال تراوسه پورې پنځه پنځوس ځلې د امرېکااوهند د چارواکېو ترمنځ تبادل افکار او ملاقاتونه شوي دي.

په دې توگه دامرېکا اوهند ترمنځ اړېکې په پوره بېړه د زېاتوالي او پراخوالي په لوري روانې دي.

تېره اونۍ چې د بهرنېو چارو وزېرې په نوي ډېلي کې خبرېالانو ته لنډ معلومات ورکاوه، هغې وویل چې دصدراعظم من موهن سنگ راتلونکې خبرې به له ښاغلي اوباما سره هغه سېاسي تعهد نورهم پسې غښتلی کړي چې دواړه خواوې ېې دلاټېنگښت لپاره هڅی کوي.

دهند دبهرنېو چارو وزېره سجاتاسنگ وايي: «دغه راز ېو مجلس کې ېوازې په دې تمرکز نه کېږي چې څه راکړه ورکړه دې پکې وشي، بلکې هغه ستراتېژېکي گټې ېوځل بېا پکې تصدېق کېږي چې دواړه خواوېې دېوبل سره داړېکو دلرلو له امله لاسته راوړي.»

دامرېکا د بهرنېو چارو وزېر جان کېري او د ولسمشر براک اوباما مرستېال جو باېډن دواړو همدغه راز احساسات په هغه سفر کې څرگند کړل، چې تېرکال ېې نوي ډېلي ته کړی و.

خو په هند کې دننه اوله هند نه بهر سېاسي تحلېل کوونکي وايي چې ددواړوهېوادونو ترمنځ خبرې له 2005 م کال راهېسې په اعمالو بدلې نشوې.

هغه وخت دامرېکا ولسمشر جورج بش او دهند صدراعظم منموهن سنگ ېوه معامله وکړله چې دهغې له مخې هند دامرېکا ملکي اټومی ټکنولوژۍ ته لاره پېداکړله.

هند تردې مخکې څو لسېزې دخپلو اټومي وسلو د پروگرام د پرمخ بېولو له امله، امرېکا له ځان نه تجرېدکړی و.

روري مېډکاف داسترالېا په سدني کې د نړۍ والې پالېسۍ تحلېل کوونکې وايی. هغه وايي: «دغه کار ددواړو هېوادونو ترمنځ په نړۍ وال سېاست کې د بې اعتبارۍ او مورمېرې سلوک له منځه لېرې کړ، خو اوس سخت کار پېل شوېدی.

«دملکي اټومی پروگرام له موافقې نه روسته پرمختگ ماېوسوونکی دی. دامرېکا صنعتی کمپنۍ دهند داټومی مسوولتېونو له قانوني مادوسره خوشاله ندي. په تجارت کې هم موانع شته دي او په دواړو خواوکې ټولنېزې موانع او خنډونه هم شته دي.»

روري مېډکاف دهند ددې اندېښنې ېادونه هم وکړله چې هند په دې ندی خوشاله چې امرېکا په وېزو کې ېو څه بندېزونه راوستل او دهغوی له امله دهند کمپېوټري ماهران په امرېکا کې کارنشي کولی.

مېډکاف وايي هند دېته هم په کافي اندازه چمتو ندی چې داېران په مسله کې له امرېکا سره په بشپړه توگه موافق واوسي.

پروفېسر بهارت کرناډ دا پوښتنه کوي چې د دې څه ضرورت دی چې هند له امرېکا سره په بهرنۍ پالېسې کې له نېژدې نه همکار واوسي؟

بهارت کرناډ په نوي ډېلي کې دپالېسۍ دڅېړنو پروفېسر دی، هغه وايي چې دهند اوامرېکا اړېکی ېواړخېز لوري ته روانې دي. په دې کې هند ته وېل کېږی چې خپلې تارېخې اړېکې له داسې هېواد لکه اېران سره کمې کړي.

د هند د بهرنۍ پالېسۍ پروفېسربهارت کرناډ وايي: «داېران په برخه کې باېدموږ په خپل درېځ ټېنگ ودرېږو او [امریکا] ته وواېو چې نه. ته چې هرڅه غواړې هغه کولی شې ځکه چې ته دنړۍ آبلې خواته ېې.

«خو اېران موږ ته نېژدې دی. اېران موږ ته ډېر څېزونه راکوي، نو له همدې امله به موږ له اېران سره خپلې معاملې سرته رسوو، البته په کوم دود چې موږ ته ښې ښکاري. نو ښاغلېو! که چېرې داکار تاسې خپه کوي نو ځئ خپه شئ.»

پروفېسور بهارت کرناډ وايي چې پکارده هند دخپلو ملي گټو په برخه کې ډېر روښانه نظر ولري، که هغه په ا فغانستان کې وي او که په ختېځه اسېا کې او له امرېکا سره هر ډول اړېکې پکار ده چې د راکړې ورکړې معنی ونلري.

خو داسترالېا تحلېل کوونکی مېډکاف وايی: «هند به په افغانستان کې تعمېري نقش ولرلی شي اوتراوسه پورې ېې همداکار کړې هم دی. هند به داسېا په ستراتېژېک نظآم کې ېوډېر مهم غږ وي. دمثال په توگه د ختېځې اسېا په عالې غونډه کې. هند به په اسېا کې دبحرانونو په کرارولو اواداره کولو کې هم نقش ولرلی شی.

«خو زه داسې فکر نه کو م چې هند په دې وخت کی هغه څه کولی شي چې پخواني ولسمشر جورج بش ېې تمه لرله، چې که هند له امرېکا سره ستراتېژېک شرېکباڼی شي نو هرڅه به ددوی په گټه بدلون ومومي.»

رپوټ په پای کې وايی چې په دا حاضر وخت کې دامرېکا ولسمشر براک اوباما او د هند صدراعظم من موهن سنگ هر ېو خپلی ستونزې لري او هغه د دواړو هېوادونو د سوکه اقتصاد بېرته په پښو درول او د پرمختگ په لور روانول دي.

XS
SM
MD
LG