د لاس رسي وړ اتصالات

ولسشمر اوباما وايي له عراق سره گډ کارکوي


 ولسمشر براک اوباما د جمعی په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د عراق له صدراعظم نوري المالکي سره په سپینه ماڼۍ کې ملاقات وکړ

ولسمشر براک اوباما د جمعی په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د عراق له صدراعظم نوري المالکي سره په سپینه ماڼۍ کې ملاقات وکړ

جمهور رئیس براک اوباما واېي امریکا به د عراق سره همکاري وکړي چې دالقاعده دبېا راپورته کیدنگ او بغاوت مخه ونېسي او داډله وځپل شي.

جمهور رئیس براک اوباما واېي امریکا به د عراق سره همکاري وکړي چې دالقاعده دبېا راپورته کیدنگ او بغاوت مخه ونېسي او داډله وځپل شي.

جمهور رئیس اوباما د جمعی په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د عراق له صدراعظم نوري المالکي سره په دې اړه خبرې وکړلې. مالکی په دې هلو ځلو بوخت د ی چې په خپل هېواد کې د سني اوشېعه ترمنځ مرگ ژوبله څنگه پاېته ورسوي.


ولسمشر براک او باما په دغه غونډه کې داسې ووېل:موږ په دې مسئله ډېر بحث وکړ چې څنگه له ېوبل سره په گډه کار وکړو او دهغې ترهگرې ډلې مخه ونېسو چې نه ېوازې په عرا ق کې عملېات کوي، بلکه دټولې سېمې امنېت ته او دامرېکا امنېت ته گواښ گڼل کېږي.

جمهور رئیس اوباما واېي د ډیرو خبرو ترڅنگ نوري المالکی دا ژمنه کړیده چې هغه تروریستي ډلې چې نه یوازی په عراق کې دننه بلکه هغه چې سیمې او متحده ایالاتو ته گواښ پیښوي، دهغو په وړاندې پاخه گامونه اوچت کړي.

دعراق صدراعظم مالکي وویل دواړه مشران د سخت دریځو د له منځه وړلو په مقابل کې یو شان نظر لري او غواړی چې په دې باب په گډه کار وکړي.

دعراق صدراعظم نوري المالکي په دې باب داسې ووېل:موږ دهغومساېلو په برخه کې چې بحث مو پرې وکړ ېوشان نظر لرو. په دې برخه کې په منځنی ختېځ کې دترهگری د پېژندلو او هغو لارو چارو په برخه کې چې له هغوی سره په څه ډول مبارزه وشی، موږ ېوشان نظرلرو.

موږ دخپلې همکاری په جزئېاتو خبرې وکړلې. هغه کسان چې په دې خبرو کې برخه لري هغوی به په نورو تفصیلاتو هم خبری وکړي. موږ دعراق اوسېمې لپاره دا غواړو چې ددې وړتېا ولرو چې په گډه سره کار وکړو.

موږ په عراق کې دامنېتی مساېلو ، استخباراتو، اونوروبرخو کې په گډه کار کوو. موږ په عراق کې خپل خلک دېته هڅوو چې دالقاعده پرضد مبارزه وکړي، ځکه چې داکار دعراق او منځنی ختېځ دامنېت لپاره ډېر گټور کاردی.

رپوټ وايی چې صدراعظم نوری المالیکی په داسې وخت کې امرېکا ته سفر وکړچې دامرېکا دعسکرو له وتلونه دوه کاله پوره کېږی.

دامرېکا دعسکرو دوتلو ېودلېل داهم و چې صدراعظم نوري المالکی غوښتنه کړی وه چې امرېکايی عسکر له عراق نه ووزي.
XS
SM
MD
LG