د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: د مهاجرت په سیستم کې به اصلاحات راولوو


د امریکا ولسمشر بارک اوباما هوډ وکړ چې د امریکا د مهاجرت په سیستم کې به اصلاحات راولي چې د هغه په وینا اوس مهال د امریکا ارزښتونه په بشپړه توګه په کښي نغښتلي نه دي او ځیني کسان مجبوروي چې په اصطلاح په سوري کې ژوند وکړي.

ښاغلي اوباما د جمعې په ورځ د مکسیکو د انسان پېږندنې په یوه موزیم کې یو شمیر محصلینو ته وینا وکړه. هغه ځوانو محصلینو ته ور په یاد کړه چې هغوي د مکسیکو ځوان نسل دی او هغه آرمان دی چې د مکسیکو راتلونکی به په آباده سي. ولسمشر اوباما وویل چې دغه ځوانان به د خپلې ارادې په مرسته هر هغه څه بدل کړي چې د دوي د هیواد لپاره کار نه ورکوي.


ولسمشر اوبامنا به دغه راز د یو شمیر مکسیکويي تجارانو سره هم خصوصي لیده کاته وکړي.

ټاکل شوې چې د جمعې په ورځ به ولسمشر اوباما کوستریکو ته هم سفر وکړي او هلته به ددغه هیواد د ولسمشرې لورا چینچیلا سره پر دوو اړخیزو مسایلو خبرې وکړي. د شنبې په ورځ به ولسمشر اوباما د مرکزي امریکا د اقتصادي انکشاف فوریم ته هم وینا وکړي.
XS
SM
MD
LG