د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما په منځنیي ختیځ او شمالي افریقا کې د ولسونو پاڅونونه وستایل


Obama, speech, State Dep, May 2011
Obama, speech, State Dep, May 2011

دامرېکا جمهور رېس بارک اوباما د هغه فوق العاده بدلون هرکلې کړې چې فعلاً په منځي ختېځ او شمالي افرېقا کې شروع شویدی.

خو زېاته ېې کړه چې په زېاتره هېوادونو د دغه بدلون په مقابل کې دتشدد په وسېله ځواب ورکول کېږي.

ښاغلي اوباما چې دغه ودانئ دامرېکا دخارجه وزارت نه په مستقیم ډول وکړه، وېې وېل چې د بدلونو په مقابل کې ترټولو زېات دتشدد مثال دلېبېا دحکومت په خونړي ځوا ب کې ډېر ښه لېدل کېږي.

اوباما ووېل چې معمر القذافي دخپل ولس پر ضد جنګ شروع کړ او که امرېکا او ملګرو ېې مداخله نه وای کړې نو په دغه هېوا دکې به په زرګونو خلک وژل شوي وای.

اوباما زېاته کړه چې سورېې هم دخلکو د ډارولو ،نېولو او وژلو لپاره غوره کړې ده. هغه دسورېې په جمهور رېس غږ وکړ چې د د ېموکراسۍ مخه د ې نه نېسی او ګوښه دې شي. هغه دسورېې دحکومت اقدامات غېر عادلانه وبلل .

اوباما ووېل چې د اسراېلو او فلسطېنېانو ترمنځ د سولې نه پرته په سمېې کې دوامداره ارامي نشي راتللې.

ښاغلي اوباما ووېل چې په منځني ختېځ او شمالي افرېقا کې کې روان انقلابونه د ولسونو د هغو آزادېو ،سېاسي او اقتصادي ارمانونو او هېلو د پوره کېدو لپاره ېوه تارېخي موقع برابروي چې د ډېرې اوږدې مودې نه ورڅخه محروم ساتل شوي دي. .

اوباما دا وېنا په داسې حال کې وکړه چې پرون دامرېکې حکومت دسورېې د حکومت په مشرانو باندې ېو لړ اقتصادي بندېزونه ولګول. دامرېکا حکومت ووې لچې دبشري حقوقو نه دسرغړونې او په خلکو باندې دسورېې دحکومت د ظلم او تېري په وجه ېې دغه بندېزونه لګولي دي.

جمهور رېس د مصر او ټونس لپاره د ېو مېلېاردو ډالرو په ارزښت پورونو، مرستو او په پانګې اچونې لپاره ېو پلان اعلان کړ ، او په، ېمن، لېبېا ، سورېه او دمنځني ختېز ېو شمېر نورو ملکونو کې ېې د روان تشدد په اړه هم خبرې وکړې.

کله چې ښاغلي اوباما په ٢٠٠٩ مېلادي کال کې په قاهره دنړئ مسلمانانو ته وېنا وکړه نو داخبره ېې هم کړې وه چې داسلامي نړئ سره دامرېکا داړېکو ښه کول ېې دجمهوري رېاست ددورې ېوه مهمه پالېسی تشکېلوي.

XS
SM
MD
LG