د لاس رسي وړ اتصالات

مینځني ختیځ ته د ولسمشر اوباما سفر ته لنډه کتنه


ولسمشر اوباما مینځني ختیځ ته خپل څلور ورځنی سفر د اوردن د پیترا ښار ته په تلو باندي پای ته رسوي. ولسمشر اوباما اوردن ته د سفر په ترڅ کې ددغه هېواد د مشر پاچا عبدالله سره پرون د جمعې په ورځ وکتل. ښاغلي اوباما اوردن ته د اسرایلو او لویدیځې غاړې څخه سفر وکړی چیري چې یې د اسرایلي او فلسطیني مشرانو سره وکتل.

ولسمشر اوباما سیمې ته خپل څلور ورځنی سفر د اسرایلو نه پیل کړی. وروسته نوموړی لویدیځ غاړې ته ولاړی. ښاغلي اوباما په دې سفر کې د اسرایلي او فلسطیني مشرانو سره لیده کاته وکړل.

د شنبې په ورځ هغه جورډن ته ولاړی چې ددغه ستراتیژیک ملګري هیواد سره د امریکا پر اوږدمهاله ملاتړ باندي یو ځل بیا ټینګار او تاکید وکړي.

ولسمشر اوباما په عمان کې د ملکې آلیې په هوايي ډګر کې د کښته کېدو وروسته د سرو غالیوو ښه راغلاست ترلاسه کړی. د اوردن د مشر پاچا عبدالله سره یې د لیدو کاتو په ترڅ کې د سوریې پر کړکیچ او اوردن ته د سوریه یي کډوالو پر مسلې باندي خبري وکړې خو د اسرایلو او فلسطین د سولې د بهیر مسله هم د دواړو مشرانو د اجنډا په سره کې وه.

ولسمشر اوباما د مینځني ختیځ د شخړې دپاره د حل لارې موندلو په لړ کې داسي وویل:،،زه نشم کولای چې د دې ضمانت وکړم چې سوله به ارومرو راځي خو د دې ضمانت کولای شم چې مونږ به د سولې د راوستلو دپاره پوره کوښښ وکړو. زه د دې ضمانت کولای شم چې د امریکا د باندنیو چارو وزیر جان کیري به د ښکیلو خواوو اسرایل او فلسطین سره د خبرو دپاره د پام وړ په اندازه وخت ځانګړی کړي.،،

د اوردن پاچا د ولسمشر اوباما د خبرو سره موافقه وکړه چې د مینځني ختيځ د شخړې تر ټولو غوره لاره دا ده چې فلسطینیان پرېښودل سي چې خپل مستقل او خپلواک هېواد ولري. ،،نه بل فورمول سته او نه هم بله بدیله لاره سته. د دوو خپلواکو هیوادونو رامنځ ته کول د حل یواځنۍ لاره ده. که چیري د اسرایلو او فلسطین د شخړې سره د سوریې افراطي کېدل هم یوځای کړل شي نو دا به سیمه ته چې دمخه لا نارامه ده، یو ستر ګواښ پېښ کړي.،،

باچا عبدالله د دواړو خواوو څخه وغوښتل چې د سولې خبرې دي ژر تر ژره بیرته پیل کړي. نوموړي خبرداری ورکړی چې د خبرو دپاره موقع ورځ په ورځ کمېږي.

خو فلسطیني سیاستمدارانو بیا ولسمشر اوباما ته د شک په سترګه کتل. حنان اشروي چې په لویدیځه غاړه کې د فلسطینيانو د مققنه شورا غړې ده په اسرایلو باندي یې د ولسمشر اوباما نفوذ تر پوښتنې لاندې راوستی. ،،آیا د امریکا حکومت به هغې سیاسي ارادې ته وده ورکړي چې اړتیا ورته ده او دا جرت به پیدا کړي چې د اسرایلو د حکومت په مقابل کې دریځ غوره کړي-- یو داسي حکومت چې سخت دریځه دی او په اشغال سویو سیمو کې د نویو کورونو د جوړیدو هلو ځلو ته اجازه ورکوي او که د امریکا حکومت به یو ځل بیا د اسرایلو پر سرغړونو باندي سترګې پټې کړي او دغه هېواد به خپلې په اصطلاح سر ټمبګۍ ته پرېږدي چې بالاخره په لړ کې به یې سوله له منځه ولاړه سي.،،

د ولسمشر اوباما د اجنډا بله مهمه موضوع د سوریې شخړه وه چې ژر تر ژره حل لاره ورته پیدا سي او د خلګو د وژل کیدو مخنیوی وشي.

ددغې شخړې له کبله اوردن ته نږدې ۴۶۰ زره سوریه يي کډوال ورغلي دي. د اوردن پاچا وايي چې دغه کډوال به ونه شړي خو د دوي د لګښت دپاره به د کال ۵۵۰ میلیونو ډالرو ته اړتیا ولري چې دا رقم به نور هم پسي زیات سي.

په عین حال کې ولسمشر اوباما وویل چې هغه د سوریې د روان وضیعت په هکله اندېښمن دی. ،،که مونږ خپل د همږغۍ، همکارۍ ملاتړ او پلانونو لړۍ په سوریه کې پرته له هر ډول غلطۍ نه هم تطبیق کړو بیا به هم په سوریه کې وضعیت ستونزمن وي. په داسي هیوادونو کې چې مشران یې د خپلو خلګو د یووالي او غوښتنو پرځای د واک پر ساتلو اصرار کوي همدغسي وضعیت رامنځ ته کېږي.،،

خو د اوردن پاچا وویل چې د سوریې د کډوالو مسلې ته باید په نړیواله کچه پاملرنه وسي.


ولسمشر اوباما سیمې ته خپل د سفر پر مهال د سیمې د مشرانو سره وکتل او د سوریې، مینځني ختیځ مسلې یې د اجنډا په سر کې وې. ویل کېږي چې د مینځنې ختیځ د شخړې په مسله کې یوه لاسته راوړنه چې ولسمشر درلودله دا وه چې د اسرایلو لومړی وزیر یې دې ته وهڅوی چې د ترکیې څخه د ۲۰۱۰ کال د برید په خاطر بخښه وغواړي. په ۲۰۱۰ کال کې اسرایلي ځواکونو ۹ ترکان هغه مهال ووژل چې غوښتل یې غزې ته په یوې بیړۍ کې ولاړ سي او هلته بشري مرستې انتقال کړي.د اسرایلو دغه بخښه به د انقرې او اسرایلو ترمنځ بشپړې ډیپلوماتیکي اړیکې بیا پرانیزي.
XS
SM
MD
LG