د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: د سولې پر خوا د مزل یواځنۍ رېښتنې لاره د فلسطینیانو سره د سولې کول دي


د امریکا ولسمشر بارک اوباما نن د جمعې په ورځ په اسرایلو او لویدیځه غاړه کې د اسرایلي او فلسطیني مشرانو سره د لیدو کاتو وروسته اردن ته ورسیدی. ښاغلي اوباما د اسرایل او فلسطین پر مشرانو باندي غږ وکړی چې د سولې خبرې دي بیا پيل کړي.


ولسمشر اوباما په عمان کې د ملکې آلیې په هوايي ډګر کې د کښته کېدو وروسته د سرو غالیوو ښه راغلاست ترلاسه کړی. ټاکل شوې چې ولسمشر به نن د اردن د پاچا عبدالله سره د هغه په کور کې وګوري. ویل کېږي چې د دواړو خواوو ترمنځ په خبرو کې به په اوردن کې د سوریه يي کډوالو مسله، د اوردن د اقتصادي اصلاحاتو مسله ، د اسرایلو او فلسطینیانو ترمنځ د سولې د بهیر مسله او د امریکا او اردون ترمنځ د دوو اخیزو اړیکومسله مطرح سي.


اوردن ته د ښاغلي اوباما سفر د ریګو د یوه توپان له امله چې په سیمه کې نن سهار پیل سو، په موقتي ډول وځنډیدی.

ولسمشر اوباما نن د جمعې په ورځ د بیت الهم څخه بیت المقدس ته سفر وکړی چې د ولسمشر محمود عباس سره یوځای هغې سیمې ته ورسي او زیارت یې وکړي چې ویل کېږي هلته حضرت عیسی (ع) زېږېدلی وو.


د امریکا غږ د سپینې ماڼۍ خبریال ډن رابنسن چې د ولسمشر اوباما سره د نوموړي په سفر کې مل دی وايي چې ولسمشر غواړي چې د دغه سفر په لړ کې په سیمه کې عیسویانو ته د اتحاد او اتفاق پیغام ورکړي.


نن د جمعې په ورځ وختي ولسمشر اوباما د بیت المقدس هغې یادګاري سیمې ته ورغی چې د یهودانو د قتل عام په یاد جوړه شوی دی. ولسمشر د خلګو نه د نورو په مقابل کې د ځغم او تحمل غوښتنه وکړه. ،،دا زمونږ مکلفیت دی چې عیني شاهدان پاته نسو بلکې عمل هم وکړو. دا زمونږ په عصر کې د دې معنی ورکوي چې مونږ باید د هر ډول کرکې او تبعیض پرضد مبارزه وکړو په خاصه توګه د یهودیت ضد افکارو پرضد. دغه ډول افکار په دې متمدنه نړۍ کې هیڅ ځای نلري.،،


ولسمشر اوباما دغې سیمې ته د اسرایلو د ولسمشر شیمون پیریس او لومړي وزیر بنیامین نتیانیاهو سره په ګډه ورغی او هلته هغه تالار ته ورغی چې په کښي د هالوکاست یا د یهودانو د عامه وژنې د قربانیانو په زرګونو نومونه لیکل شوي دي.
XS
SM
MD
LG