د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د منځني ختیځ او شمالي افریقا د ولسونو سره ولاړه ده، اوباما


امریکا د منځني ختیځ او شمالي افریقا د ولسونو سره ولاړه ده، اوباما

امریکا د منځني ختیځ او شمالي افریقا د ولسونو سره ولاړه ده، اوباما

د امریکا جمهور رئیس براک اوباما د منځني ختیځ د هیوادونو لپاره پخپلې وینا کې چې پرون یې وکړه، په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې د تاریخي بدلونونو په اړه یې وویل چې د امریکا متحده ایالات په کلکه د دغو هیوادونو د ولسونو سره چې د دیموکراتیکو اصلاحاتو لپاره یې مظاهرې وکړلې، ولاړه ده.

د امریکا جمهور رئیس براک اوباما پخپلې وینا کې چې د بهرنیو چارو په وزارت کې یې وکړه، په مصر او تونس کې د دیموکراسۍ د تقویه کولو لپاره یې د مرستو اعلان وکړ خو له بلې خوا یې بیا د سوریې جمهور رئیس پدې خاطر وغانده چې سوله ایز مظاهره چیان یې ځپلې دي.

اوباما وویل چې د امریکا متحده ایالات د نړیوالو حقونو او نورو مهمو اصولو لپاره خپل غږ پورته کوي او د ظلم او تشدد مخالفت کوي. ښاغلي اوباما په منځني ختیځ کې د بدلون په اړه د امریکا دریز داسې څرګند کړ.

" مونږ په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې د سیاسي او اقتصادي اصلاحاتو ملاتړ کوو چې له مخې به یې په سیمې کې د عادي خلکو مشروع هیلې او آرمانونه پوره شي. غواړم دا خبره نن واضح کړم او هغه دا چې دا اصلاحات زمونږ لپاره ډیر اهمیت لري او په کار ده چې پدې اړه مهم ګامونه واخیستل شي او هم به ورسره اقتصادي، سیاسي او ستراتژیکي مرستې وکړو. "

خو د سوریې په اړه چې د پاڅونونو د پیل نه تر اوسه پورې هلته شاوخوا 850 تنه وژل شویدي، اوباما وویل چې د سوریې جمهور رییس بشار الاسد د خلکو د وژلو او ګرفتار کولو لاره غوره کړیده. اوباما وویل چې د سوریې ولس د دیموکراسۍ د غوښتلو لپاره زړه ورتیا ښودلې ده او زیاته یې کړه چې اوس ښاغلي بشر الاسد ته دوه لارې پاتې دي.

" د سوریې جمهور رییس اوس دا اختیار لري چې یا په ملک کې بدلون راولي او یا دې حکومت پریږدي. د سوریې حکومت باید چې په عامو خلکو باندې ډزې کول بند کړي، او د سوله ایزو مظاهرو مخه هم ونه نیسي، ټول سیاسي بندیان باید چې خوشې کړي او د خلکو بې ځایه نیول هم باید چې بند کړي. د بشري حقونو خپلواکو څارونکو ته باید چې اجازه ورکړي چې د درعا په ښار کې د خلکو حالت وویني او د دیمکراسۍ د راوستلو لپاره پکار ده چې جدي خبرې اترې وکړي. "

د فلسطین او اسرایلو په برخې کې جمهور رییس اوباما د دا منظوره کړه چې راتلونکی فلسطین به د هماغو سرحدونو پر اساس جوړیږي چې د 19763 میلادي کال نه پخوا ؤ. اوباما همدرانګه وویل چې فلسطینیان باید چې دا خبر درک کړي چې د هغه په قول د اسرایلو د نامشروعیت لپاره چې کومې هڅې کیږي هیڅ نتیجه به ونلري. او بله دا چې که چیرته د حماس ډله د ډار اچونې او د اسرایلو د ردونې لارې ته ادامه ورکړي نو د فلسطین مشران به هم سوله او نیکمرغي تر لاسه نکړي.

XS
SM
MD
LG