د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: په افغانستان کې د امریکا مبارزه ناتمامه ده


اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا اته زره امریکایي پوځیان دیره دي.
اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا اته زره امریکایي پوځیان دیره دي.

د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما چې د امریکا له پوځیانو سره یوې غونډې ته وینا کوله وویل چې امریکايي سرتيري په فرقه ای جګړو کې نه ښکیلیږي بلکه د دوامدار مشارکت له لارې خپلې چارې سمبالوي.

ټرمپ ته د اوباما میراث؛ د افغانستان ناتمامه جګړه او د اسلامي دولت ډلې یا داعش په وړاندې دوامداره مبارزه ورپاتې ده.

جمهور رئیس اوباما د امریکا له پوځي مشرانو سره خپلې وروستۍ غونډه کې ډاډ ورکړ چې دی به په آرامه منتخب جمهور رئیس ته واک انتقال کړي.

ښاغلي اوباما افغانستان ته په اشارې وویل چې په هغه هیواد کې اوس هم جګړه روانه ده.

"باید ډاډه شو چې د انتقال د پروسې پر مهال، مسؤلیتونه ورو-ورو انتقالېږي او هر څه په خپل ځای پاتې کېږي. ښکاره ده چې موږ په موصل او سوریه کې له داعش سره په جدي مبارزه بوخت یو. د افغانستان جګړه هم دوام لري. په داسې وضعیت کې چې څه زموږ په توان کې وي هغه به کوو څو راتلونکی جمهور رئیس له ټولو هغو مشورو او خدمتونو برخمن شي چې دغو کسانو ما ته وکړل."

اوباما دارنګه په عراق او سوریې کې د داعش ډلې سره مبارزې ته په اشارې یادونه وکړه چې دغې ډلې سره به د امریکا مبارزه دوامداره وي.

اوباما په افغانستان او عراق کې د امریکايي پوځیانو د شمیر کمولو ته هم اشاره وکړه ويي ويل:

"تاسو ښودلې چې د ترهګرۍ په وړاندې په مبارزې کې موږ کولی شو پیاوړي او هوښيار ووسو. په دې نه چې خپلو پوځيانو ته اجازه ورکړو چې په فرقه یې جګړو کې ښکیل شي بلکه د یو دوامدار، او اصولي مشارکت له لارې خپل کار سرته ورسوي. همدا و چې موږ خپل ډیر سرتیري بیرته کور ته راوستل. په عراق او افغانستان کې د شاوخوا ۱۸۰ زرو سرتیرو شمیر ۱۵ زرو ته را ښکته شوی دی."

اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا اته زره امریکایي پوځیان دیره دي.

ډونالډ ټرمپ به د روانې جنورۍ په شلمه د بارک اوباما پر ځای په رسمي ډول د چارو واګي واخلي.

د امریکا منتخت جمهور رئیس، ډونالډ ترمپ تر اوسه په افغانستان کې د امریکا د پوځي ماموریت په اړه په څرګند ډول څه نه دي ویلي او دا هم روښانه نه ده چې په افغانستان کې به د خپلو پوځیانو د پاتې کېدو په اړه څه پریکړه کوي.

XS
SM
MD
LG