د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: داعش په خلاف جګړه سخته خو ګټل کیدونکې ده


د متحده ایالاتو جمهور رئیس براک اوباما ډاډ څرګند کړ چې امریکا به د داعش په خلاف جګړې کې بریالۍ شي.

ښاغلي اوباما د بهرنیو چارو په وزارت کې د ملي امنیت د شورا د غړیو سره په غونډې کې وویل چې د اسلامي دولت د ډلې د له منځه وړلو لپاره په سوریه کې د کورنۍ جګړې پای ته رسیدل ډیره مهمه ده.

اوباما د غونډې نه وروسته خبریالانو ته وویل چې " د داعش په خلاف جګړه به بنده نشي. "اوباما زیاته کړه چې "په عراق او سوریه کې د داعش په جنګیالیو سیمه تنګه شویده او د افغانستان، لیبیا، او نړۍ په هر ځای کې چې دغه ډله وي، مونږ به ورپسې ورشو."

" نن ما خپل ټیم ته امر ورکړ چې په داعش دې په ټولو جبهو کې فشار زیات کړي. د عربي هیوادونو په شمول زمونږ د شپږ شپیتو هیوادونو ایتلاف ورځ په ورځ قوي کیږي. ټولو منلې ده چې پدې برخې کې به خپلې همکارۍ زیاتوي. اوس د هالنډ هوایي الوتکې په سوریه کې د داعش په مرکزونو بمبارۍ کوي. سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو هم موافقه کړې چې خپله همکاري به زیاتوي. "

جمهور رئیس اوباما د داعش په خلاف جګړه سخته وګڼله او زیاته یې کړه چې د تیر اوړي راپدیخوا چې د دغې ډلې په خلاف هوایي بمبارۍ زیاتې شوي، هغوي پدې ندي توانیدلي چې حتی یو ستر تعرضي عملیات وکړي.

XS
SM
MD
LG