د لاس رسي وړ اتصالات

د ناټو مشران په لزبن کې په افغانستان کې په پرمختګ باندې غږیږي


د ناټو مشران په لزبن کې په افغانستان کې په پرمختګ باندې غږیږي
د ناټو مشران په لزبن کې په افغانستان کې په پرمختګ باندې غږیږي

د ناټو د اته ویشتو غړو هیوادنو مشران به د دوه ورځو لپاره د پرتګال د لزبن په ښار کې سره جرګه شي او په افغانستان کې به د دغه تړون د روانو هڅو په اړه تازه مالومات سره شریک کړي او هم به په افغانستان کې پخپلو راتلونکو پوځي هڅو باندې خبرې وکړي.

تمه کیږي چې پدې غونډې کې به د ناټو د غړو هیوادونو مشران افغانستان ته د امنیت د چارو په تدریجي سپارلو باندې ټینګار وکړي.

که له یوې خوا کاناډا او هالنډ لا پخوا ویلي دي چې غواړي په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت پای ته ورسوي، د ناټو نور انډیوالان بیا په افغانستان کې پلان لري چې خپل ماموریت بدل کړي.

د افغانستان په چارو کې د امریکا د جمهور رئیس براک اوباما یوه جګپوړه سلاکار ډوګلاز لوټ په روانې اونۍ کې ویلي دي چې ناټو به د امنیت د سپارلو لپاره یوه اوږده پروسه اعلان کړي چې د همدې پروسې پر اساس به په پای کې پخپله افغانانو ته دا مسؤلیت ورکړل شي چې د خپل هیواد امنیت پخپلو مټو وساتي.

" افغانانو ته د امنیت ساتنې د مسؤلیت سپارلو د پروسې هدف دا دی چې د افغانستان د ټولو څلور دیرشو ولایتونو د امنیت ساتنې د مسؤلیت سپارل به په 2014 میلادي کې بشپړ شي. دا یوه پروسه ده چې د 2011 کال په لومړیو میاشتو کې به پیل شي او په 2014 کال کې به پای ته ورسیږي. "

د نوي پلان له مخې به د ناټو نه وغوښتل شي چې د افغانستان امنیتي قواوې وروزي او په بشري کارونو کې برخه واخلي. د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزی به هم د ناټو د غړو هیوادونو د مشرانو په غونډې کې برخه واخلي. ښاغلي کرزي څو ورځې د مخه د واشنګټن پوسټ د ورځپاڼې سره په یوې مرکې کې ویلي د ناټو نه غوښتلي ؤ چې په افغانستان کې دې خپل پوځي عملیات کم کړي او د طالبانو پر ضد دې د شپې لخوا چاپې هم بندې کړي.

د ناټو د غړو هیوادونو د مشرانو په غونډې کې به د امریکا جمهور رییس براک اوباما د روسیې د جمهور رییس دیمیترې میدویدیف سره هم وګوري او د افغانستان په شمول په ځینو مسایلو به وسره خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG