د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما په سپينې ماڼۍ کې د ناټو دعمومي منشي سره وکتل


دواړو په روانه مياشت کې د امريکې د شيکاگو په ښار کې د ناټو د مشرانو دعالي غونډې په اړه خبري وکړې.

ټاکل شوې چې دناټو مشران دمې په شلمه دخپلې غونډي لپاره راټول شي.په دغه مهمه غونډه کي افغانستان، د ناټو دفاعي قوت لوړول ، او د نړئ د نورو ملکونو سره ملگرتوب د خبرو په دريو مهمو مسايلو کي شامل دي.

د سپيني ماڼۍ يوه مطبوعاتي اعلاميه چي په دي مناسبت پرون ناوخته په واشنگټن کي خپره شوه وايي چي دشيکاگو په غونډه کې به د افغانستان مسله ته خاصه پاملرنه وشي او دواړو مشرانوموافقه وکړه چي دناټو په عالي عونډه کي به د افغانستان په ارتباط د لزبون د کانفرانس په هغو پريکړو باندې هم زيات تاکيد کيږي چي د ناټو مشرانو پرې د افغانستان حکومتي ځواکونو ته په راتلونکي کال کي د محاربوی عملياتو او د امنيت د ساتلو د مسووليت د ورسپارلو په اړه موافقه کړې وه.په دغو پريکړو کې د ١٣٩٣ هجري شمسي کال تر پایه پوري په افغانستان کې دناټو نه د افغانستان حکومت ته د واک د ورسپارلو انتقالي دورې بشپړيډل هم شامل دي.

د سپيني ماڼۍ مطبوعاتي اعلاميه وايي چی د ناټو مشران به د شيکاگو په عالي غونډه کي د خپلو دفاعي صلاحيتونو په پياوړي کولو او په يويشتمه ميلادي پیړۍ کې دخپلو پوځي ژمنو او ضرورتونو په پوره کولو باندي هم تاکيد وکړي. سپينه ماڼۍ وايي چي فعلا دناټو يو شمير ملکونه چي دناټو غړيتوب نه لري په افغانستان او کوسوو، کي دناټو سره همکاری لري او په ليبيا کي يي هم ورسره خپل ملگرتوب جاری وساتی . ټاکل شوې چي ناټو به دغي غونډي ته د افغانستان په شمول هغو ١٣ ملکونو ته بلنه ورکړي چي دناټو سره نژدي اړيکې او همکاري لري.

XS
SM
MD
LG