د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا ولسمشر براک اوباما به سبا د شنبې په ورځ د نړۍ د اتو سترو صنعتي هیوادونو د مشرانو کوربه وي او تر هغې وروسته به د یکشنبې او دوشنبې په ورځو کې د شیکاګو په ښار کې د ناټو د غړیو هیوادونو د عالي غونډې کوربه توب هم په غاړه ولري.

ولسمشر اوباما د ناټو د غړیو هیوادونو د مشرانو عالي غونډې ته چمتوالی نیسي چې د بحث مهمه موضوع یې افغانستان دی.

د امریکا متحده ایالات په 1999 میلادي کال کې د ناټو د غړیو هیوادونو د مشرانو کوربه توب په غاړه درلود او د هغه وخت نه راپدیخوا تر اوسه د دې غونډې کوربه شوی ندی. د هماغې غونډې نه یوازې دوه کاله وروسته د القاعده د شبکې تروریستانو په امریکا باندې بریدونه وکړل چې ورسره د ناټو د ځواکونو په منشور کې ددفاع کولو ماده هم ورزیاته شوله.

د 2001 میلادي کال نه وروسته چې د امریکا په مشرۍ نړیوالو ځواکونو په افغانستان یرغل وکړ، ورسره د ناټو تشکیلات او د فعالیت ساحه هم پراخه شوله. که څه هم چې دا لس کاله کیږي چې ناټو په افغانستان کې ښکیله ده خو تیر کال دغې ټولنې د ملګرو ملتونو د پریکړه لیک پر اساس په لیبیا کې هم پوځي مداخله وکړه او د هغه هیواد پخوانی مشر، معمر قذافي واکمني ېې نسکوره کړله.

د امریکا ولسمشر براک اوباما کله چې د یکشنبې په ورځ د شیکاګو ښار ته د ناټو د غړیو هیوادونو د مشرانو غونډې ته ولاړ شي، لومړی ملاقات به یې د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي سره وي. ښاغلی اوباما کله چې د همدې میاشتې په سر کې افغانستان ته د ستراتیژیک تړون د لاسلیک کولو لپاره تللی ؤ، د بګرام د هوایي ډګر نه یې د عسکرو د نقش په اړه داسې وویل:

" نړیوال ځواکونه به د افغانستان د امنیتي قواوو روزنې، همکارۍ او سلا مشورې ورکولو ته ادامه ورکړي او د اړتیا په صورت کې به د هغوي سره یو ځای جګړه هم کوي. خو د افغانانو په مخته راتګ سره به زمونږ نقش د جګړې پر ځآی تر ډیره حده حمایوي وي. "

بل پلو د امریکا د ملي امنیت سلاکار ډام ډانیلان وایي چې د ناټو د غړیو هیوادونو د مشرانو په غونډې کې به تر ډیره حده پدې باندې خبرې کیږي چې د 2014 میلادي کال نه وروسته کله چې نړیوال ځواکونه د افغانستان نه اوځي، نو د دغه هیواد د امنیتي ځواکونو ساتنه به څنګه کیږي.

" مونږ پدې برخې کې زیات پرمختګ کړیدی چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو دملاتړ بوج د خپلو انډیوالانو سره شریک کړو ځکه چې د دغو ځواکونو ټول بوج یوازې امریکا پخپلو اوږو نشي اخیستی. "

ناټو ویلي دي چې افغان امینتي ځواکونه به د کال تقریباً 4 میلیارده ډالرو ته اړتیا ولري.

په واشنګټن کې د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو په مرکز کې د افغانستان د چارو کارپوه سټیفن فلانګان پدې اړه داسې وایي:

" اکثرو متحدینو پدې تیرو څلور کالونو کې په افغانستان کې د نآټو د روزنې د موجوده ماموریت سره خپلې کړې ژمنې ندي پر ځای کړي. او اوس پوښتنه دا ده چې آیا د افغانستان نه د نړیوالو سوله ساتونکو ځواکونو تر وتلو وروسته به دغه متحدین پخپلو ژمنو وفا وکړي او که نه. "

د ناټو د غړو هیوادونو مشران پداسې وخت کې سره جرګه کیږي چې په عین وخت کې د پاکستان سره د ناټو لپاره د اکمالاتي لارو د بیرته پرانیستلو ستونزه لا نده حل شوې.

د پاکستان حکومت ویلي دي چې ولسمشر آصف علي زرادري پریکړه کړې چې دناټو د غړو هیوادونو د مشرانو غونډې ته به ورشي. حکومت وایي چې د پاکستان کابینې د او د دفاعي چارو کمیټۍ په وروستۍ دقیقته کې د ناټو هغه بلنه ومنله چې آصف علي زرداري ته یې ورکړې وه.

ناټو دهمدې اونۍ په سر کې وروسته له هغې پاکستان ته د شیکاګو په غونډې کې بلنه ورکړه چې پاکستان ویلي ؤ په افغانستان کې دناټو د ځواکونو لپآره د اکمالاتو لار پرانیزي.

د ناټو په غونډې کې به د فرانسې نوی ولسمشر فرانسوا اولاند هم د لومړي ځل لپرار برخه واخلي، ښاغلي اولاند پخپله انتخاباتي مبارزه کې ژمنه کړې وه چې د همدې کال تر پایه پورې به د افغانستان نه خپل عسکر راباسي.

د امریکا د ملی امنیت سلاکار ډام ډانیلان وایي چې ښاغلی اولاند دا حق لري چې خپلي ملي پریکړې پخپله وکړي خو امریکا ترینه دا تمه لري چې د ناټو ژمنې هم له پامه ونه غورځوي.

XS
SM
MD
LG