د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما:د بهرنیانو او امریکایانو خصوصیاتو ته درناوی مهم دی


د امریکا ولسمشر بارک اوباما د جمعې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د بهرنیو مشرانو او د عامو امریکایانو د خصوصياتو ژغورل او درناوی د امریکا دپاره ډیره مهمه مسله ده.

ښاغلي اوباما وویل چې د امریکا استخباراتي څار چې په بهر کې ترسره کېږي د امریکا د ملي امنیت د اندیښنو په تړاو کېږي نه دا چي د بهرنیو مشرانو خصوصي مکالمو ته غوږ ونیول شي او یا د امریکايي کمپنیو په ګټه د بهرنیوو پرضد جاسوسي ترسره شي.

ښاغلي اوباما وویل چې امریکا به پر خپلو متحدینو او بهرنیانو باندي جاسوسي ونکړي که چیري د امریکا د ملي امنیت سخت ضرورت پېښ نشي.

ولسمشر اوباما دغه راز وویل چې د سپینې ماڼۍ په مشري د معلوماتو د څار د پروګرامونو پالیسۍ ارزیابي کېږي چې په دې ارزیابۍ کې به د ټکنالوژیکي بدلون کچه چې په نړۍ کې یې څومره تغییرات راوستي دي، هم په نظر کې وساتل شي.

ولسمشر اوباما د جمعې په ورځ د ملي امنیت د څار په هکله ۴۳ دقیقې خبري وکړې او ویې ویل چې ددې موضوع په اړه بحث امریکایان لاپسي قوي کوي.

ښاغلي اوباما دغه راز ددې بحث په ستایلو سره وویل چې دغه راز بحثونه د نړۍ په نورو پایتختونو کې لکه بیجینګ او ماسکو کې نه ترسره کېږي.
XS
SM
MD
LG