د لاس رسي وړ اتصالات

د اټومي امنیت د غونډې تمرکز پر شمالي کوریا او داعش دی

  • نسېم ستانېزى

ولسمشر اوباما د جاپان له صدراعظم شینزو ابې او د جنوبی کوریا له ولسمشرې پارک گوینهي سره د اټومی امنیت په سر مشریزه کې.

ولسمشر اوباما د جاپان له صدراعظم شینزو ابې او د جنوبی کوریا له ولسمشرې پارک گوینهي سره د اټومی امنیت په سر مشریزه کې.

د اټومي امنیت کنفرانس په ٢٠١٠ کال کې د اوباما په ابتکار جوړ شو چې د اټومي موادو او وسلو خوندیتوب ته د نړۍ د مشرانو پام ور واړوي.

ولسمشر اوباما او د اسیا مشران د شمالی کوریا په اټومي خطر نن غور کوي. مشران غواړي چی متحده ایالات او د اسیا مهم هېوادونه نن د پنجشبنی په ورځ هڅه وکړي چی په شمالی کوریا نور فشار هم راولي، په داسې حال کې چې په نور گواښونو به هم غور وکړي.

ولسمشر اوبما ددې سر مشریزې غونډې کوربه دی. ښاغلي اوباما به دا هڅه هم وکړي چې له چېن سره د ساېبري یا کمپیوټري امنیت او د اوبو په سر شخړې په برخه کې د جنجال د نرمولو هڅه وکړي او دهمدې غونډې په ضمن کې به ورسره وگوري.

د نړۍ د هغوی مشرانو په ډله کې چې په دې سر مشریزه غونډه کې گډون کوي، د هند صدراعظم نرېندر مودی، د چین ولسمشر شي جنپنگ او د جاپان صدراعظم شینزو ابې هم شامل دي.

ولسمشر اوباما پلان درلود چی نن د پنجشبنی په ورځ سهار د جاپان له صدراعظم شینزو ابې ، د جنوبي کوریا له ولسمشرې پارک گوېنهي سره وگوري. د متحده ایالاتو دا دوه انډیوال هېوادونه د شمالي کوریا د ټومي وسلو په برخه کې ژورې اندېښنې لري.

د چین اثر او رسوخ پر شمالی کوریا د ورځې په اخرو ساعتو نو کې چی ولسمشر اوباما د چین له ولسمشر سره خبرو ته کېني ډېر مهم و گڼل شي.

چین او متحده ایالاتو د هغې موافقې راهیسې چې د آټومي انرژۍ د سوله اییزې استفادې د همکارۍ په اړه يې په ۱۹۹۸م کال کې لاسیک کړې وه له یول سره یو لړ راکړې او ورکړې ترسره کړي دي.

ډنیل راډریک،د وسټنګ هاوس د بریښنايي شرکت مشر وايي: زه دا همکاري د دواړو هیوادونو په ګټه وینم. فکر کوم چې هغه څه چې مونږ يي همدا اوس وینو دا معنی لري چې مونږ غواړو دغه همکاري دواموکړي او پراخه شي.

سپینه ماڼۍ وايی دابه د ولسمشر اوباما لپاره دا فرصت هم برابر کړي چی د چین د بشري حقوقو په برخه کې خپلې اندېښنې څرگندې کړي.

د چین تر څنګ، هند د هغو هېوادونو په کتار کې دی چې د واشنګټن په سرمشریزه غونډه کې د پام وړ ګرځیدلی دی.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کېري پرون هند پدې وستایه چې د اټومي وسلو او موادو په ساتنه کې یي د ډاډ وړ نقش لرلی دی.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کېري وویل: ولسمشر اوباما خوشحاله دی چې صدراعظم مودي په واشنګټن کې د آټومي موادو د خوندیدتوب په غونډه کې ګډون وکړي. هند د اټومی موادو او وسلو د خوندي ساتنې په برخه کې اوږده سابقه لري او دا په ځانګړې توګه اوس ډیره مهمه ده.

د روسیې غېر حاضري

د روسیې ولسمشر ولادی میر پوټین چی هېواد ېې تر (٧) زرو نه زیاتې اټومي کوپړۍ لري په دې غونډه کې گډون نه کوي.

د روسیې ولسمشر پوټین

د روسیې ولسمشر پوټین

د روسیې غېرحاضري هم د نړۍ د پنځوسو هېوادونو په مشرانو کې چی دې سرمشریزې غونډې ته راغلي دی، د پاملرنی وړده. نوموړی له ولسمشر اوباما سره ښې اړیکې نلري؛ په تېره له هغه وخت راهیسې چی روسیې کرایمیا دوه کاله مخکې له خپل هېواد سره یوځای کړله.

د پاکستان صدراعظم نواز شریف له دې مله په دې غونډه کې خپل گډون فسخ کړ چی د ېکشنبې په ورځ په لاهور کې خونړی ځانمرگی برید وشو

د ترهگرۍ خطر

د اټومي ترهگرۍ مسله او داسلامي دولت ډلې له خوانه گواښونه هم ددې غونډې د جنډا په سر کې دي. د شمالی کوریا د اټومي پروگرام او وسلو په برخه کې اندېښنې هم په دې دوه ورځنۍ سر مشریزه کې د ولسمشر براک اوباما او نورو گډونوالو د توجه مهمه برخه ده.

د اټومي امنیت په دې سر مشریزه غونډه کې د اول ځل لپاره په یوه خاصه غونډه کې په دې غور کېږي چې کوم گامونه پورته شي چی د داعش په څېر ډلې ونکړی شي چی اټومي مواد لاس ته راوړي

د بروکسل د ترهگرۍ له بریدونو نه وروسته چی د مارچ په ٢٢ مه وشول، دا څرگنده شوله چې د ترهگرۍ خطروونه د اسلامی دولت په څېر ډلې له خوانه څومره لرې او ناوړه اغېزې لرلی شي. له هماغه وخت راهیسې بلجیم د خپلو اټومی تاسیساتو د خوندي ساتنی لپاره وسله وال ساتونکي گمارلي دي.

د نړۍ مشران په خاصه توگه د اټومی موادو او اټومی تاسیساتو د امنیت لپاره د پاکستان په څېر هېوادونو کې ډېره اندېښنه لري. ترهگرانو په لاهور کې د یکشنبې په ورځ د یو خونړي برید په ترڅ کې تر ٧٠ نه زیات کسان ووژل.

یوشمېر اټومي ساینسپوهان وايي دا چی د اټومي موادو په امنیت کې لا کمزورۍ شته دي، یو علت ېې دادی چې تر اوسه پورې لا داسې نړۍ وال نظام نشته دی چې اټومی مواد وڅاري.

یوشمیر هیوادونه دیته لېوال ندي چې خپل اټومی تا سیسات او جبه خانې چې د تجارتي مقصد لپاره دي، نورو ته څرگندې کړي.

یوشمېر هېوادونه کې نظامي ادارې په دې باندې توافق ته نه رسېږي چې د اټومی موادو په برخه کې څنگه معامله وشي.

XS
SM
MD
LG