د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: نړۍ دې پرېنږدي ترهګر اتومي وسلې ترلاسه کړي


د اټومي امنیت په څلورمې او وروستۍ سرمشریزې کې چې د څه باندې ۵۰ هېوادونو له خوا د اټومي امنیت د پراختیا لپاره مهمې ژمنې وشوې. خو ولسمشر اوباما وویل چې د داعش په شان تروریستي ډلې هڅه کوي اټومي مواد ترلاسه کړي.

هغه وویل "هیڅ کومه ترهګره ډله په دې نده کامیابه شوې چې کومه اټومي وسیله ترلاسه کړي. دلته زمونږ کار به د دې خبرې له یقیني کولو سره مرسته وکړي چې د دوی لاس ته د اټومي موادو د ورتګ د مخنیوي لپاره ټول هغه څه چې امکان لري، کوو."

په بلجیم کې وروستي بریدونه د خطر یوه یادونه وه. تحقیق کوونکي وايې بریدګرو یې د اټومۍ انرژۍ فابریکې او کارکوونکي سروې کړې وو. بله یادونه د تیرې پنجشنې په ورځ په ترکیه کې د موټر بم چاودنه وه.

هغه وايي "په داسې حال کې چې داعش په سوریې اوعراق کې ترفشار لاندې دی، د دې پیشبیني کولی شوچې په نورو ځایونو کې به حملې وکړي لکه څنګه مو چې په ترکیې او بروکسل کې ولیدل. دا په دې معنی ده په کومه اندازه مو چې په عراق او سوریې کې د داعش د ځپلو لپاره چټک ګامونه واخیستل باید د نړۍ په بیلابیلو برخو کې د بریدونو د مخینوي لپاره هم واخیستل شي."

خو بیا هم، سپینه ماڼۍ وايي سرمشریزه د اټومي موادو د خوندیتوب لپاره په واقعي اقداماتو باندې پایته ورسېده. اوویشت هېوادونو اوانترپول پریکړه وکړه، د هغو تهدیدونو د مخنیوي لپاره به اقدام وکړي چې اټومي او رادیولوژیکي موادو ته د لاسرسي درلودونکو کسانو له خوا رامنځته کیږي.

د شمالي کوریا د اوږد واټن توغندیو ازموینې دخبرو د تمرکز عمده ټکي وو. اوباما او د جاپان او جنوبي کوریا مشرانو د ملګرو ملتونو د نویو بندیزونو د کلک رعایت غوښتنه وکړه.

د چین ولسمشر شي جنګ پینګ موافقه وکړه چې د شمالي کوریا د اټومي تهدید په وړاندې د همکارۍ له غښتلتیا سره به مرسته وکړي. یو عمده لوبغاړی چې په دې سرمشریزه کې یې ګډون نه وکړی، روسیه وه.

ښاغلي اوباما له ایران سره شوې اټومي معامله د سرمشریزې د بریالیتوب د یوې بیلګې په توګه یاده کړه.

کوم څه چې له دې وروسته پېښیږي هغه د دغه خوځښت ساتل دي، او نړیوالو سازمانونو په خاصه توګه د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې، ملګرو ملتونو او نورو سازمانونو ته د دومداره پرمختګ د ساتلو لپاره د چارو سپارل دي.

په داسې حال کې چې د ولسمشر اوباما دوره په راتلونکې جنورۍ کې پایته رسیږي، سرمشریزه د انترپول او د ملګرو ملتونو د اټومي نظارت د ګروپ په څېر له نړیوالو سازمانانو څخه د ملاتړ په اعلامیو پای ته ورسېده، څو دغه سازمانونه په اټومي امنیت کار کولو ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG