د لاس رسي وړ اتصالات

سیول کې د نړۍ مشران د اتومي وسلو په خوندیتوب خبرې کوي


براک اوباما د اټومی وسلو د خوندېتوب په سرمشرېزه کې دگډون لپاره جنوبی کورېاته روان دی

د امریکا ولسمشر براک اوباما نن دشنبی په ورځ د امریکا پر وخت د جنوبي کوریا پایتخت سیول ته ددې لپاره روان شوېدی چې هلته داټومی امنېت په سر مشرېزه غونډه کې گډون وکړی.

ښاغلی اوباما نن سهار روان شوی او د یکشنبې په ورځ به د غونډې نه مخکی سیول ته ورسیږي.

ښاغلی اوباما به په دغه غونډه کې دنړۍ 50 هېوادونو له مشرانو سره د اتومي وسلو په اړه په یوې سترې غونډې کې برخه واخلي.

دا غونډه راتلونکې اونۍ د جنوبي کوریا په پلازمېنه سېول کې جوړیږي.

پدې غونډې کې د چین د ولسمشر هو جین تاو په شمول د نړۍ د پنځوسو هیوادونو مشران سره جرګه کیږي او د اتومي وسلو په خوندیتوب باندې خبرې اترې کوي. ښاغلی اوباما به د دې غونډ ې په ترڅ کې له ېوشمېر مشرانو سره په دوه اړخېزو اړېکو باندی خبری وکړی. په دې کې د چېن ، قزاقېستان، روسېې ، جنوبی کورېا ، ترکېې مشران شامل دی.

د سپینې ماڼۍ په یوې خبرپاڼه کې چې پرون د جمعې په ورځ خپره شویده، ویل شویدي چې ولسمشر براک اوباما به د پاکستان د صدراعظم یوسف رضا ګیلاني سره هم وګوري او د طالبانو سره د روغې جوړې د خبرو په برخې کې به د پاکستان په تازه همکاریو باندې خبرې ورسره وکړي.

تمه ده چې ښاغلی اوباما به د شمالی او جنوبی کورېاترمنځ غېرنظآمی سېمې لېدلو ته ولاړشی. هغه به داکار دخپل سفر په اولو وختونو کې چی هلته ورسېږی سرته ورسوی. ښاغلی ا وباما به هلته د ېکشنبی په ورځ په ځايی وخت ورسېږی.

د یکشنبې په ورځ به ولسمشر اوباما د جنوبی او شمالي کوریا گانو ترمنځ د غیر پوځي سېمی لیدنه وکړي.

دا سرحدي سیمه ځکه د نړئ ترټولو خطرناکه سیمه بلل کیږي چې دواړو کوریاگانو پکې یود بل پرضد درنې وسلې ېوبل ته مخامخ لمبر کړي دي.

له خبرېالانو سرپه خبرو کې دمرېکا دملی امنېت سلاکار بن رودز ووېل چې د دې غېرنظآمی سېمی په کتلو کې غټ ټکی دادی چې دامرېکا 28 زره عسکرو سره ملاتړ څرگند شی. او له جنوبی کورېا سره دنظآمی تړون او اتحآد پرمسله ټېنگار وشی. دامرېکا دغه عسکر په جنوبی کورېا کې خدمت کوی.

XS
SM
MD
LG