د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: ټرمپ په ځان اعتماد نه لري


Obam
Obam

د امریکا ولسمشر براک اوباما وایي چې د جمهوری غوښتونکي گوند کاندید ډانلډ ټرمپ په ځان اعتماد نلري او نورو ته په سپکاوي ورته ځان ښه ښکاري.

ښاغلي اوباما دغه څرگندونې د ټرمپ د میرمنو په هکله د سپکو تبصرو په اړه کړیدي. اوباما زیاته کړه چې دیموکراسي چې کوم درناوي اومسولیت ته ضرورت لري، داسي نه ښکاري چې ټرمپ هغه مسولیت پوره کولی شي.

د یادوني وړ ده چې د جمهوري غوښتونکو د گوند ځېنو مشرانو په ډانلډ ټرمپ غږ کړې چې له خپلې کاندیدۍ نه تیر شي.

ډانلډ ټرمپ د ښځو په اړه د خپلو پخوانېو تبصرو له امله بخښنه وغوښتله خو اعلان ېې وکړ چې د نومبر په اتمه د جمهوري رېاست د انتخاباتو نه مخکې ېې د استعفا کولو چانس د نوموړي په قول د «صفر» سره برابردی.

ټرمپ د هلېري کلنټن د مېړه او پخواني جمهور رئیس بل کلنټن غېراخلاقي کړو وړو ته په اشاره ووېل چې «ما به حتما احمقانه خبرې کړې وي خو زما د خبرو او دهغه د اعمالو ترمنځ ډېر توپېرموجود دی.»

پخوانۍ خارجه وزېرې اود ډیموکراټ گوند کاندېدې هېلري کلنټن د ټرمپ د تبصرو په هکله د ېکشنبی په ورځ په خپل ټوېټرکې ولېکل چې د خپلې شهواني غرېزې د پوره کولو په خاطرد ښځو په باب د ټرمپ تبصری « وحشتناکې » وې

XS
SM
MD
LG