د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما:د اورلنډو برید کې د ترهګرو د ښکیلتیا شواهد نشته


ولسمشر اوباما وايي "داسې ښکاره شواهد" نشته چې د اورلنډو په برید کې د کومې بهرنۍ تروریستي ډلې لاس لرل ثابت کړي.

ښاغلي اوباما د دوشنبې په ورځ په سپينې ماڼې کې خبریالانو ته وویل "داسې ښکاري چې بریدګر د انټرنټ له لارې افراطي معلومات ترلاسه کړي وي."

ولسمشر اوباما " دا برید په "امریکا کې د ننه د هغه پېدا شوي افراط یو ډول دی، چې موږ یې په اړه له ډېر وخت نه اندېښنه لرو."

د دي خبري ښه ثبوت دا دی چې عمر متین په "ورستیو شېبو کې د پولیسو عاجلې نمرې ته زنګ وهلی او له همدې لارې یې اسلامي دولت سره بیعت کړی دی. "

د اورلنډو ۲۹ بریدګر، عمر متین نومیږي، چې مور او پلار يې له افغانستان نه امریکا ته راغلي دي، خو هغه په خپله په امریکا کې پېدا شوي، لوی شوی او همدلته یې زده کړې کړي دي.

ولسمشر اوباما وویل "د قانون پلِ کوونکي ځواکونه لا هم په ابتدايي مرحلې کي دي او ډېر داسې څه شته چې موږ ته به یې په اړه ورته معلومات راکړل شي."

د فدرال د تحقیقاتي ادارې مشر، جیمز کومي، وویل " موږ د بریدګر پر ټول ژوند یوه کتنه کوو " چې په دې کې د هغو انټرنټي ویپاڼو ارزول هم شامل دي، چې بریدګر لیدلي او چیک کړي دي.

عمر متین، د یکشنبې د شپې په دوو بجو د فلورېډا ایالت د اورلنډو په ښار کې د همجنسبازانو پر نایټ کلب ورننوت، ډزې یې وکړې او ۴۹ تنه یې ووژل، هغه په خپله بیا درې ساعته وروسته د پولیسو سره په مقابلو ډزو کې ووژل شو.

پولیس وايي له هغه سره لاس بمب او ځینې نور وسایل هم وو. په برید کې ۵۳ کسان ژوبل شوي دي.

د هغه پلار صدیق متین وايي چې د خپل زوی په دغه کار هک حیران دی او نه پوهیږي، چې زوی یې ولې دا کار کړی دی.

دا برید په امریکا کې د سپتمبر له پېښې وروسته تر ټولو خونړی بلل کیږي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG