د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما اسیا ته ۹ ورځنی سفر پیل کړی


اوباما اسیا ته ۹ ورځنی سفر پیل کړی
اوباما اسیا ته ۹ ورځنی سفر پیل کړی

دامرېکا ولسمشر بارک اوباما نن د جمعې په ورځ له واشنگټن نه دنهه ورځني سفر لپاره د اسیا د ارام سمندر هېوادونو ته ددې لپاره سفر کوي چې د واشنگټن اړېکې له دغو هېوادونو سره چې اقتصاد ېې پرمخ ښه کیدو دی ټېنگې کړي.

ښاغلی اوباما به دخپلې زوکړې په ځای کې، دهاوايي په هونولولو کې د اسیا د ارام سمندر د اقتصادي غونډې کوربه توب وکړي. د ولسمشر په اجنډا کې دا شامله ده چې د آرام سمندر په پراخه سېمه کې د ازاد تجارت په برخه کې بحث وکړي.

په دې منطقه کې د امرېکا په شمول اته نور هېوادونه لکه استرالېا، برونای، چیلي ، مالېزېا ، نېوزېلند ، پېرو ، سنگاپور او وېتنام شامل دي.

دغه سفرته د ښاغلي اوباما له روانېدو نه ېو څو ساعته وورسته د جاپان صدراعظم ېاشېهېکونو دا اعلان وکړ چې د ده هېواد به په هغو خبرو کې گډون وکړی چې د اقتصادی تړون په دغه پېمان کې شامل شي.

XS
SM
MD
LG