د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: که ضروت وي پاکستان کې به د پوځي عملیاتو امر بیا هم ورکړم


په ایبټ آباد کې د اسامه بن لادن کور

په ایبټ آباد کې د اسامه بن لادن کور

دامرېکا جمهور رئیس بارک اوباما واېې که چېرته ضرورت پېښ شي نو بېا به هم د پاکستان په خاوره کې دننه ،امرېکاېې ځواکونو ته د هغسې پوځي عملېاتو د سرته رسولو امر وکړي، لکه چې د مئ په دوهمه ېې په ایبټ آبا د کې دالقاعدې دمشر اسامه بن لادن دوژلو لپاره یې کړی و.


اوباما د ېکشنبې په ورځ د BBC سره په مرکه کې ووېل چې امرېکا دپاکستان دخاورې دتمامېت او بشپړتېا احترام کوي خو زما دحکومت وظېفه داده چې د بل هرڅه نه لومړې دامرېکا امېنت وساتي او که چېرې بېا ورته دا خبره معلومه شوه چې په پاکستان څوک لګېادي زمونږ دخلکو او ېا دوستانو پرخلاف د حملو پلانونه جوړوي نو زه به د هغه په وېنا امرېکاېې عسکرو ته د بلې حملې امر هم وکړم.

د مئ په دوهمه په ایبټ اباد کې داسامه بن لادن په کور باندې دامرېکاېې کوماندوګانو د حملې نه وروسته د واشنګټن او اسلام اباد ترمنځ اړېکې ډېرې سړې شوې دي.

ښاغلي اوباما په مرکه کې ووېل چې په افغانستان کې د جنګ دختمولو په خاطر طالبانو سره دخبرو لپاره چمتو دی خو دطالبانومشران باېد لومړې د القاعدې سره خپل ېاړېکې وشکوي.

XS
SM
MD
LG