د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا ولسمشر بارک اوباما وايي چې د فلیپین د ولسمشر رویدریګو دوتیرتو خبرې به د امریکا او د فلیپین د خلګو پر اړیکو تاثیر ونکړي.

ښاغلي اوباما د جنوب ختیځې آسیا د هیوادونو په لویه غونډه کې په لاووس کې نن د پنجشنبې په ورخ دغه خبره وکړه.

دواړو ولسمشرانو پرون د چارشنبې په ورځ د یوې ماښامنۍ ډوډۍ پرمهال روغبړ سره وکړ او لنډې خبرې یې وکړې.

سپینې ماڼۍ وروسته له هغه نه ددواړو مشرانو پلان سوي لیده کاته لغوه کړل کله چې دوتیرتو ولسمشر اوباما ته سپکې ښکنځلې وکړې او خبرداری یې ورکړ چې هغه ته دي لیکچړ نه ورکوي.

دوتیرتو په دې وروستیو کې د مخدره موادو د قاچاقبرانو پرضد مبارزه پیل کړې او د جون د میاشتې راهیسې په دې تړاو شاوخوا ۲۰۰۰ کسان وژل سوي دي. دې کار د بشر د حقوقو او د نړیوالو قوانینو د پلویانو اندېښنې راپارولي دي.

ښاغلي دوتیرتو ولسمشر اوباما ته د ښکنځل کولو وروسته وویل چې پر خپل کار پښیمانه دی.

ولسمشر اوباما داسې وویل ،،زه دا خبرې شخصي نه ګڼم داسې معلومیږي چې هغه ددې عبارې څخه په مکرر ډول کار اخلي. هغه پوپ او نورو ته هم ښکنځل کړي دي. زما په فکر دا یې محاضي عادت دی او د خبرو طریقه یې ده. ما هغه ته وویل چې زما ټیم به ستا د ټیم سره یوځای کار وکړي چې څنګه د یو لړ مسایلو په برخه کې مونږ مخ پر وړاندې ولاړ سو.،،

ښاغلي دوتیرتو د انتخاباتو پرمهال دا ژمنه کړې وه چې د مخدره موادو قاچاق به ورکوي او اوس یې د بشري حقوقو د سازمانانونو اندېښنې راپارولي دي ځکه په زرګونو کسان د مخدره موادو سره د مبارزه په لړ کې د حکومت له خوا وژل سوي دي.

ولسمشر دوتیرتو ددې کار څخه دفاع کوي او وايي چې د هغو خلګو ارداه تعقیبوي چې ده ته یې رای ورکړې ده.

په عین حال کې ولسمشر اوباما ویلي دي چې د امریکا متحده ایالات غواړي چې د فلیپین سره ملګرتیا وکړي چې د مخدره موادو د قاچاق سره مبارزه وکړي خو د نړیوالو نورمونو او قوانینو په چوکاټ کې غواړي دا ملګرتیا او مبارزه پرمخ ولاړه سي.

ښاغلي اوباما وویل چې که د تروریزم سره د مبارزې مسله وي او یا هم د مخدره مواد سره د مبارزې مسله وي د امریکا متحده ایالات به د خپل دریځ څخه چې د قانون د حاکمیت پلوي کوي، تیري نسي.

XS
SM
MD
LG