د لاس رسي وړ اتصالات

سروې: په خلکو کې د اوباما ملاتړ راکم شوی


د عامه نظریاتو یوه نوی سروی څرگندوی چی په هغو کسانو کی چی پوښتل شوي دي، ٦٠ فیصده یې د امریکا د جمهوررئیس براک اوباما پر قابلیت باندی چی د ملت لارښوونه او مشرتوب وکړی، خپل باور له لاسه ورکړیدی.

دا نوی سروې د واشنگټن پوسټ ورځپاڼې او اې.بي.سي نیوز کړې ده.

سروې څرگندوی چې د عاموخلکو داعتما د سطحه په جمهوررئېس باندې له هغه وخت راهېسی چې ده په کار پېل کړېدی، له بل هروخت نه اوس ټېټه ده. د جمهوررئېس براک اوباما د جمهوری رېاست دپېل راهېسی اتلس مېاشتی کېږی.

د امرېکا د جمهوررئېس براک اوباما د اداری د کار ارزونه ددغو مساېلو په برخه کې کېږی: په بهر کې دی له نظامی حآلاتو سره څنگه مقابله کېږی ، په داخل کې د بېکاری دلوړی فېصدی په مقابل کې څه اقدامات کېېږی، د اسهامو د کمزوری بازار او دکورونو دخرڅلاو د کمزوری بازار چاره څنگه کېږی او د مکسېکو په خلېج کې دتېلو د توئېدلو د شخړی په باب د هغه اقدامات څومره برېالی دی.

په سروی کې داهم ښودل شودېده چې ۴٣ فېصده راېې ورکوونکی چې په هغوکې درېمه برخه دېموکراتان دی د ښاغلی اوباما داجرااتو او دامرېکا په ستونزو اخته اقتصاد په برخه کې چې دهغه اداره کوم اقدامات کوی، هغه تائېدوي.

د جمهوررئېس د اقداماتو دتائېد کمزوری پرهغو دېموکراتاتو هم اغېزه کوی چې په کانگرېس کې دهغه په گوند کې دی. د راېو ورکوونکېو ۴٩ فېصده واېې چې دوی به خپلې رایې د نومبر په انتخاباتو کې چې د کانگرس لپاره کېږی جمهوری خواهانو ته ورکړی.

ددې په مقابل کې ۴٥ فېصده راېو ورکوونکېو وېلی دی چې دوی به دېموکراتاتو ته راېې ورکړی.

XS
SM
MD
LG