د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: د افغانستان په ماموریت کې پر سمه روان یوو


The President answers questions on his framework for compromise on tax cuts, unemployment insurance and job creation. White House, December 7th, 2010.

The President answers questions on his framework for compromise on tax cuts, unemployment insurance and job creation. White House, December 7th, 2010.

دواشنگټن پوست ورځپاڼه د پنجشنبی په ورځ لېکی چې دامرېکا جمهوررئېس براک اوباما ووېل چی د افغانستان په جگړه کې موږ دخپلو اهدافو د سرته رسولو په برخه کې په سمه لاره روان ېو. او دراتلونکې کال په جولای کې به دخپلو عسکرو په کمولو پېل وکړو.

ورځپاڼه لېکی چې ښاغلی اوباما دخپلې کلنی ارزونی په ترڅ کې ووېل چې دا ډېره گرانه ستونزه ده. " په ډېرو ځاېونو کې موږگټی ترلاسه کړېدی خو هغه کمزوری دی او په شا تنبول کېدلی شی. "

ښاغلی اوباما په خاصه توگه د سېاسی او اقتصادی پرمختگ ېادونه وکړله هغه ووېل : په افغانستان کې د سېاسی او اقتصادی پرمختگ لپاره عاجل ضرورت موجود دی چې له هغه څه سره برابری وکړی چې ده په افغانستان کې د پوځ د مهمې کامېابی په نامه ېاده کړله اوپه دې کی هغه تهاجمی عملېات شامل وو چې طالبان ېې دهغوی له پخو سنگرونو نه دهېواد په جنوب کې را واېستل.

ښاغلی اوباما په افغانستان کې دخپلو اهدا ف په باب ووېل :

له شروع نه، ما خپل اهداف ډیر روښانه کړیدی. هدف دا ندی چه د افغانستان امنیت ته هر وروستی گواښ هم مات کړو، ځکه په نهایت کی دا افغانانان دی چه د خپل ملک امنیت باید وساتی. دا د افغانستان ودانول هم ندی، ځکه افغانان باید خپل ملک ودان کړی او خپل سرنوشت باید په خپله وټاکی. زمونږ پام فقط په افغانستان او په پاکستان کی د القاعده اخلالولو، له مینځه وړلو او ماتولو ته او دیته دی چه هغوی بیا داتوان ونلری چه امریکا ته او یا د امریکا ملگرو او متحدینوته په آینده کی د هغه ځای نه گواښونه پیښ کړی."

هغه زېاته کړله چې :"ددغه اساسی هدف دلاسته راوړلو لپاره مونږ، د پام وړ پرمختگ وینو. نن ورځ، د القاعده معتبر مشران دهغی ورځی نه چه نهه کاله مخکی د افغانستان نه وتښتیدل، د افغانستان او پاکستان په سرحد کی د هر بل ځای نه د ډیر فشار لاندی دی. جگپوړه مشران ئی وژل شوی دی. هغوی ته دا ډیره سخته ده چه نور خلک استخدام کړی، سفر وکړی او یا خلک وروزی او د حملو دسیسی وکړی یا ئی عملی کړی. لنډه دا چه، القاعده لاندی شویده. په نهایت کی به دا لږ وخت ونیسی چه دا ډله بیخی ماته شی، او لا هم القاعده، ډیر ظالم، بیرحم او کلک دښمن دی چې غواړی زمونږ په ملک باندی حمله وکړی. خو تیر وځی مه، مونږ به ددی تروریستی ډلی په اخلالولو او ورانولو کی خپلو هلو ځلو کی ټینگ پاتی شو.

ښاغلی اوباما په افغانستان کې د خپلی ستراتېژی په برخه کې ووېل په افغانستان کی موږ دخپلی ستراتیژی په دریو برخو کی کار ته ډیر پام کوو: پوځی هلو ځلو ته،چی د طالبانو د قوت په ماتولو کی او د افغان قوتونو په روزنی کی چه هغوی مشري په غاړه واخلی. د ښی حکومتداری اوانکشاف په زیاتولو کی د خپلو ملکیانو د هلو ځلو په تقویه کی؛ او د سیمه ایزی همکاری زیاتولو کی په تیره بیا د پاکستان سره، ځکه چه زمونږ ستراتیژی د سرحد د دواړو غاړو په باب ده.

ښاغلی اوباما په لېزبون کې دناټو عمومی غونډی ته داشاری په ترڅ کې ووېل :

په لزبن کی د ناټو په وروستی غونډه کې په دې خبری وشوی چې مونږ به په افغانستان کی یونوی دوران پیل کوو. داسی دوران چه په زیاتیدونکی توگه به د ملک دامنیت د چارو ساتنه د راتلونکی کال په سر کی په خپله افغانانو ته سپارو او د کال ٢٠١۴ پوری به دا چاری تکمیلوو، که څه هم چه ناټو به د افغانی قوتونو په روزنی او مشورو ورکولو کی د اوږدی مودی رول لری. زمونږ بېا کتنه او ارزېابي دا خبره تأئیدوی چه د امنیتی قواوو د پرمختگونو د دوامدار ساتلو لپاره دا ډیره ضروری ده چه افغانستان کی لا ډیر سیاسی او اقتصادی پرمختگ زر راشی.

واشنگټن پوست وویل چې د پاکستان په برخه کې ښاغلی اوباما ووېل چې هلته پرمخت په کافې اندازه چټک ندی.

مونږبه د پاکستان سره خپلو اړیکو ته هم ډیر پام کوو. د پاکستان دحکومت پاملرنه په خپل سرحد کی د تیروریستی شبکو خطرونو ته مخ په زېاتېدوده، چه دا شبکی نه یوازی مونږ ته بلکه په خپله پاکستان ته هم ډیر خطر پیښوی. مونږ د پاکستان سترو تهاجمی عملیاتو ته په قبایلی سیمو کی هرکلی وایو او د دهشتگرو د ریښو او بیخ په ایستلو کی د پاکستان د ظرفیت په زیاتولو کی به خپلو مرستو ته دوام ورکړو. خو لا هم پرمختگ هغومره چه باید وی چټک ندی. مونږ به لاهم پاکستانی مشرانو ته پدی ټینگار کوو چه په خپل سرحد کی دننه دهشتگرو باندی د سیب د ځایونو په له منځه وړلو کی باید لا هم ډیر زیار وباسی.

واشنگټن پوست په پای کې لېکی چی دارزونی په لېکلی نسخه کې دالقاعده پرخلاف په افغانستان اوپاکستان کې پرمختگ ښودل شوېدی.

XS
SM
MD
LG