د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: د لګښتونو د یودمي کموالي عدم مخنیوی به نه بخښونکی کار وي


د امریکا ولسمشر بارک اوباما د کانګرس غړو ته خبرداری ورکړی چې په بودیجې کې به د یو دمي لګښتونو د کموالي یا سیکویسټر د راتلو د مخنیوي په برخه کې ناکامي یو نه بخښونکې اقدام وي.

ولسمشر اوباما نن د جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې یو مطبوعاتي کنفرانس ته وینا وکړه او وېویل چې په بودیجې کې ۸۵ میلیارده ډالره کموالی به غیرمسولانه او تحمیلي اقدام وي او دغه اقدام به اقتصاد او کاروبارونو ته تاوان پېښ کړي. که چیري جمهوري غوښتونکي او ډیموکراتان پر دې مسلې باندي سره کومې نتیجې ته ونرسېږي نو د ماښام تر ۱۲ بجو پوري به په لګښتونو کې په اتوماتیک ډول کمښت راسي. ولسمشر وویل چې دغه بودیجوي کمښتونه چې هر څومره باقي پاته هغومره به یې تاثیر زیات وي.


ولسمشر اوباما مطبوعاتي کنفرانس ته وروسته له هغه نه خبرې وکړې چې د ډیموکراتانو او جمهوري غوښتونکو سره یې د سکیویسټر یا په بودیجې کې د یودمي کمښت د مخنیوي پر سر خبرې اترې وکړې.

د سپینې ماڼۍ لیدو کاتو ته تر زیاته بریده د سمبولیک لیدو کاتو په سترګه کتل کېږي ځکه په مشرانو جرګه کې پرون د پنجشنبې په ورځ هغه لایحې رد شوې چې موخه یې د حکومتي لکښتونو د یودمي کمېدو مخنیوی وو.


د ولسمشر اوباما سره د لیدو کاتو وروسته د آمریکا د مشرانو جرګې مشر، جان بینر وویل چې هیڅ نوی پرمختګ نه دی شوی چې هغه یې مطبوعاتو ته ووايي. نوموړي د جمهوري غوښتونکو پر دریځ باندي یو ځل بیا اصرار وکړی هغه دا چي د بودیجې د کمښت په برخه کې به د مالیاتو لوړوالی شامل نه وي.

دا په داسي حال کې ده چې په امریکا کې د نویو کاروبارونو په یوې سروې کې راغلي دي چې د کاروبارونو خاوندان د نامعلومه اقتصادي وضعیت، مالیاتو او حکومتي مقرراتو څخه ګیلې کوي. دغه نوي کاروبارونه تر زیاته بریده کوچني کاروبارونه دي او په امریکا کې ځکه ورته اهمیت ورکول کېږي چې خلګو ته په داسي حال کې چې د امریکا په اقتصاد کې د بې کارۍ کچه لوړه ده، د وظیفو په پیدا کولو کې مرسته کوي.

دغه سروې د کوفمن تحقیقات مرکز او د لیګل زوم څیړونکو کړې ده او په ترڅ کې یې د ۱۴ ساوه نویو کمپنیوو څخه معلومات راټول سوي دي.

په معلوماتو کې راغلي دي چې زیات شمیر نوي کاروبارونه د خپلو خاوندانو له خوا تمویل کېږي، پانګه اچونکي په کښي سهم نه اخلي او نه پورونه ورکول کېږي.

د کوفمن تحقیقاتي مرکز څیړونکی ډن ستنګلر وايي چې لاسته راغلي معلومات دا ښيي چې کاروبارونه د مالیاتو او پیچلیو حکومتي مقرراتو له کبله اغیزمن شوي دي.
XS
SM
MD
LG