د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما او پوتین مخامخ د سوریې په اړه خبرې کوي


ټاکل شوې چې نن د دوشنبې په ورځ به د امریکا ولسمشر بارک اوباما او د روسیې ولسمشر ویلادمیر پوتین د یوه کال وروسته د لومړي ځل دپاره مخامخ خبرې سره وکړي. ویل کېږي چې د سوریې په هکله اندېښنې به ددواړو مشرانو د اجنډا په سر کې وي.

د روسیې د باندینو چارو د وزارت مرستیال میخایل بوګدنوف هم نن د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې راتلونکې میاشت به د هغو هېوادونو سره پراخ مزاکرات وشي چې د سوریې پر وضیعت نفوذ لري. په دې هېوادونو کې مصر، ترکیه، سعودي عربستان،ایران، روسیه او امریکا شامل دي.

ددې څخه مخکي د امریکا د باندنیو چارو وزیر جان کیري د روسیې د باندنیو چارو د وزیر سره وکتل. د امریکا د باندنیو چارو وزارت وايي چې ددې لیدو کاتو هدف دا و چې د دواړو ولسمشرانو د خبرو پر اجنډا باندې خبرې وشي.

بل پلو :

د امریکا ولسمشر بارک اوباما وايي نړۍ ته اوس هم زیات کار په مخکي دی چې د فقر پر ضد مبارزه وکړي.

ولسمشر اوباماپه نیویارک کې د ملګروملتونو د پرمختیا غونډې ته وویل چې په نړۍ کې باید د فقر پرضد اقدام وشي. "اوس مهال ۸۰۰ میلیونه نارینه، ښځې او ماشومان د ورځې په یو ډالرو او ۲۵ سینټو باندې ژوند کوي. فکر وکړیْ کله چې ستاسو نس تش وي. په میلیاردو انسانان د هغو ناروغیوو له امله د مړینې په خطر کې دي چې زمونږ سره یې تداوي موجوده ده."

ولسمشر اوباما وویل چې د ۲۰۳۰ کال د پرمختیا اجنډا پرته له دې چې د بدې حکومتدارۍ د پدیدې پرضد مبارزه وشي، نشي تطبیق کیدای.

د نړۍ د پرمختیايي نوښت پروګرام په ۲۰۰۰ م کال کې پیل شو چې هدف یې ۲۰۳۰ کال ټاکلی و چې د فقر کچه به راکښته شي، د اچ آی وي د وایرس د خپریدو مخه به ونیول شي، او په لومړنیوو ښوونځیو کې به د ماشومانو داخله حتمي کړل شي.

XS
SM
MD
LG