د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما او پوتین د سوریې د وضع په هکله په ټیلفون کې غږیدلي


Obama Putin

Obama Putin

د امریکا ولسمشر براک اوباما د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین سره د سوریې د وضع په هکله ټلفوني خبري کړیدي.

هغه په دغه خبرو کې په سوریې کې د روسیې د رول په اهمیت هم ټینگار وکړ، او وئیلي یې دي چې روسیه کولی شي د سوریې په حکومت فشار راولي چې د ملکیانو او د هغه ډلو په ضد چې اوربند مني، حملې بندي کړي.

سپیه ماڼۍ وايي چې دواړو مشرانو د اسلامي دولت، القائدې او النصرې ډلو ته د ماتی د ورکولو ژمنه کړیده.

ښاغلي اوباما په دې هم ټینگار کړیدی چې د سوریې د مسئلې سیاسي حل ته ضرورت دی. هغه په دی برسیره په سوریې کې په جگړې کې محاصره شوو ملکیانو ته د بشري مرستو د رسولو په ضرورت هم ټینگار کړیدي.

کریملن وایي چې اوباما او پوتن په سوریې کې د دواړو ملکونو د عسکرو تر منځ د همکارۍ په زیاتولو هم موافقه کړیده.

XS
SM
MD
LG