د لاس رسي وړ اتصالات

دامرېکا ولسمشر براک اوباما او دهغه جمهوري غوښتونکی سېال مېت رامني پرون له ېوبل سره دوېمه مباحثه وکړله.


اوباما: د اولاکي وژل کیدل د القاعدې دپاره غټه ضربه ده
اوباما: د اولاکي وژل کیدل د القاعدې دپاره غټه ضربه ده
دامرېکا د ولسمشرۍ لپاره کاندیدانو برحال ولسمشر براک اوباما او دهغه جمهوري غوښتونکی سېال پخوانې والي مېت رامني پرون د سه شنبې په شپه له ېوبل سره دامرېکا پرمساېلو دوېمه مباحثه وکړله. دغه مباحثه چې په نېوېارک کې وشوله دامسله پکې ډېره ېاده شوله چې څوک به د چېن په وړاندي سخت درېځ غوره کړي.

په دغه دوېمه مباحثه کې چېن تقرېبا مرکزي ټکی و. دواړه کاندېدان دېته لېوال ښکارېدل چې دوي به د چېن د تجارتی پالېسېو په برخه کې داسی اقدامات وکړي چې په امرېکا کې دننه کارونه خوندي وساتل شي.

رامني په خپله انتخاباتی مبارزه کې پر ا وباما تور لگوي چې د چېن په وړاندې کمزوری درېځ لري او وعده ېې وکړله چې پر چېن باندې دا ټاپه ولگوي چې دخپل پولې واحد ېن ارزښت ېې انحصار کړېدی. داکار به دېته اجازه ورکړی چې د چېن پراموالو باندی کلک گمرکی محصول ولگوی؛ ځکه چې هغوي زموږ له صنعتي خلکو نه په غېرمنصفانه ډول گټه ترلاسه کوي.
XS
SM
MD
LG