د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما او رامني بیا په نیویارک کې سره مخامخېږي


دامریکا ولسمشر براک اوباما او د جمهوري ریاست لپاره د جمهوري غوښتونکي گوند کاندید ( میټ رامني ) د چهارشنبې د ورځي د سختې مناظرې نه وروسته به بیا نن د پنجشنبې په ماښام په یوه ډیر ارامه ماحول کې په نیویارک کې گډون وکړي.

دواړه کاندیدان ددغه ښار دکاتولیک دینی علماو له خوا نه د والډورف استوریا ډیر لوکس هوټل ته بلل شوی دي. دا ماښامنۍ ډوډۍ د نیویارک د پخوانی دېموکرات والی السمیت او جمهوري رېاست لپاره د رومن کاتولیک د اولنی نوماند په نامه چی په 1928 کې و، نومول شویده.

ښاغلی اوباما او ښاغلی رامنی به د دود په نظر کې نیولو سره په خپلو خبرو کې له ظرافت، ټوکو او ملاطفت نه کار واخلي.
ټېموټی ډولن چې په نیویارک کې دعیسوي ملایانو مشر دی وايي چې ده ته زښت ډېر لیکونه او برېښنا لېکونه ور رسېدلي دي چې د ولسمشر براک اوباما لپاره دا بلنه فسخ کړي ځکه چې هغه دروغتیا په بیمه کې د ماشوم د زېږولو دکنترول دوا لازمه کړېده. په داسی حآ ل کې چې درومن کاتولیک کلیسا دماشومانو د زوکړې له کنترول سره مخالفه ده.



خو ښاغلی تیموتي ډولن سږکال دیوه کاندید طرفداری هم نده کړې. هغه د دیموکراتانو او جمهوري غوښتونکیو د ملي غونډو په ترڅ کې د غونډې د پای دعا گانې وکړلې. په دغه ماښامنۍ کی به په زرگونو ډالره د بسپنې په توگه ورکړل شي چې دبیوزلو او ماشومانو لپاره ولگول شي.


نور تفصېل :


په یوه بل خبر کې ویل شوي دي چې پرون ښاغلي اوباما په ( آیووا ) کي خپلو طرفدارانو ته وویل چي ده ته ددوهمي دورې لپاره هم رایي ورکړي چي د پرمختگ هغه لاره پر مخ یوسي چي ده وویل په اقتصادي چارو کې یې کړی دی.

ښاغلی اوباما د سه شنبې د شپې مناظرې ته اشاره وکړه او ویې ویل چي د ښاغلي رامني پنځه فقره ایز پلان چي د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره یې وړاندی کړی دی، په حقیقت کي یو فقره ایز پلان دی چي بډای او شتمنو خلکو ته خاصي گټي رسوي.

له بلي خوا ښاغلي رامني په ویرجینیا کي خپلو طرفدارانو ته وویل چي ښاغلی اوباما ددوهمي دورې لپاره کوم خاص پروگرام او آجندا نه لري.

هغه اقتصاد ته زیاته پاملرنه وکړه او ویې ویل چي ولسمشر خلکو ته د کارونو د پیداکولو کوم پلان نه لري او که ښاغلی اوباما بیا انتخاب شي نو د هغو امریکایي کورنیو چي د منځنۍ طبقې عایدات لري، په مالیاتو کي به په کال کي څلور زره ډالره زیاتوالی راسي.

ښاغلي رامني په مناظره کي د جمهوررئیس په څلورکلني دورې باندي انتقاد وکړ او ویې ویل چي ښاغلي اوباما د بودجې کسر دوه چنده کړی او هغه څه یې نه دي ترسره کړي چي وعده یې کړې وه. مېت رامنی وویل:« هغه ویلي و چي تر همدې گړي پوري به د بیکارانو سطح ۴،٥ فیصده ته را ټیټه شي. په داسي حال کي چي د ۴،٥ فیصد او د اوس تر منځ توپیر دا دی چي ٩ ملیون امریکایان بیکاره گرځي.»

ولسمشر اوباما یې په جواب کي داسي وویل: « څلور کاله مخکي ما د امریکا خلکو ته ویلي وو او اوس تاسي ته وایم چي زه به د منځنۍ طبقې د کورنیو مالیات کم کړم، او ما دا کار وکړ. ما تاسي ته ویلي وو چي زه به د کوچینیو تجارتي مؤسسو مالیات کم کړم او ما دا کار وکړ. ما ویلي و چي زه به د عراق جگړه ختمه کړم او دا کار مي وکړ. او موږ د القاعدې مشر اسامه بن لادن وواژه. »

دواړو کاندیدانو دغه راز د هغو پلانونو په اړه هم مبارزه وکړه چي غواړي امریکا په راتلونکو څلورو کالو کي د اقتصادي وروسته پاته والي نه وژغوري.


د جمهوري ریاست دکاندیدانو ترمنځ به دریم او وروستی بحث دراتلونکې دوشنبی په شپه دفلورېډا په ایالت کې وشي. په دغه مناظره کې به ېوازې او ېوازې په خارجي پالیسۍ باندی تمرکز وشي.
XS
SM
MD
LG