د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما:د پوتین سره خبرې به د روسیې دریځ بدل نکړي


د امریکا ولسمشر بارک اوباما او د روسیې ولسمشر ویلادمیر پوتین اوس هم پر سوریې باندې د نظامي برید په برخه کې اختلافات سره لري. دواړو مشرانو د جي شل د هیوادونو د غونډې په ضمن کې چې د روسیې د سینټ پیټرس برګ په ښار کې روانه ده، خبرې سره وکړې.

ولسمشر اوباما د جمعې په ورځ په یوه خبرې کنفرانس کې وویل چې د ولسمشر پوتین سره یې خبرې کاري او سپیني وې خو دا یې هم وویل چې هغه فکر نه کوي چې د ولسمشر پوتین سره یې خبرې د روسیې په دریځ کې چې په سوریې کې د نظامي مداخلې سره مخالفت لري، کوم بدلون راولي.


ولسمشر اوباما زیاته کړه چې د نړۍ اکثرو مشرانو چې د جي شل هیوادونو په غونډه کې یې ګډون کړو وو د امریکا د نتیجه ګیرۍ سره موافق دي چې د سوریې حکومت کمیاوي وسلې کارولي دي. ښاغلي اوباما دا هم وویل چې مشران ټول پر دې سره سلا دي چې د کمیاوي وسلو په برخه کې باید نړیوال نورمونه وساتل شي.


خو ولسمشر دا هم وویل چې د نړۍ قدرتونو پر دې سره ویشل شوي دي چې آیا د سوریې پر حکومت باندي باید د امنیت د شورا د منظورۍ پرته برید وشي که نه؟

پوتین: د سوریې حکومت کیمیاوي وسلې نه دي کارولي

ښاغلي پوتین وویل چې پر سوریې باندې به هر ډول برید غیر قانوني وي او دا چې د کیماوي وسلو برید د سوریې د مخالفینو له خوا شوې چې د بهرنیو له خوا یې ملاتړ کېږي او غواړي چې د سوریې د حکومت پر ضد نړۍ راوپاروي.


ښاغلي اوباما وویل چې هند، اندونیزیا او جنوبي افریقا هیوادونو د هغو هیوادونو په ډله کې دي چې په سوریې کې د هر ډول نظامي مداخلې سره مخالفت لري.


د نړۍ مشران په روسیې کې د دویمې ورځې لپاره د جي شل هیوادونو په غونډه کې سره راغونډ شوي دي او اوس هم پر سوریې باندې د امریکا د ممکنه نظامي برید پر مسلې سره ویشل شوي دي.

ډیپلوماتان وايي چې د روسیې د ولسمشر ویلادمیر پوتین له خوا د تنظیم شوې ماښامنۍ میلمیستیا په لړ کې د سوریې د شخړې د حل دپاره د نظریاتو اختلافات حلو فصل نشول.


د امریکا ولسمشر بارک اوباما هڅه کوي چې د سوریې د تیرې میاشتې د کمیاوي برید په ځواب کې د نظامي برید لپاره نړیوال ملاتړ ترلاسه کړي.

ولسمشر اوباما د جمعې په ورځ د چین د ولسمشر ژي جین پینګ سره وکتل او هغه هم پر سوریې باندې د نظامي برید سره مخالفت څرګند کړ. چین او روسیې د سوریې نږدې ملګري هېوادونه دي او د امنیت په شورا کې یې د بشارلاسد پر ضد څو پریکړه لیکونه ویټو کړي دي.


روسیه وايي چې هیڅ شواهد نشته چې د اګست د میاشتې د کیمیاوي وسلو په استعمال کې بشارالاسد لاس درلودی.


په عین حال کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون د جمعې په ورځ د نړۍ مشرانو ته خبرداری ورکړ چې د سوریې په برخه کې نا سنجول شوي نظامي بریدونه به په سوریې کې فرقه ايي شخړې لا پسې زیاتې کړي.

امریکا خپلو اتباع ته لبنان او ترکیې ته د
سفر خبرداری ورکړی

امریکا خپل اتباع ته خبرداری ورکړی دی چې لبنان او ترکیې ته دي سفر نه کوي ځکه کیدای شي چې په دې هېوادونو کې تشدد زیات شي.

د امریکا د باندنیو چارو وزارت خپلو غیري ضروري مامورین ته امر کړی دی چې ددغو دواړو هیوادونو څخه دي ووځي ځکه په یادشویو سیمو کې د امریکا تاسیساتو ته ممکنه ګواښونه متوجې دي.

امریکا وايي چې په دغو اقداماتو باندې د احتیاط له مخې لاس پوري کوي. دغه خبردارۍ په داسي حال کې ورکول کېږي چې د ولسمشر اوباما حکومت او د امریکا کانګرس پر سوریې باندې د ممکنه نظامي برید چمتوالی نیسي.

په یوې حکومتي بیانیې کې د امریکا اتباع ته توصیه شوې ده چې د ترکیې جنوب ختیځې برخې ته دي چې د سوریې سره سرحد لري د سفر نه ډډه وکړي. دغه راز امریکایانو ته دا هم ویل شوي دي چې په لبنان کې هم امریکايي اتباو ته خطر متوجې دی ځکه هلته د حزب الله په شان افراطي ډلې فعالیت کوي.

د امریکا د باندنیو چارو د وزارت غیر ضروري پرسونل ته امر شوی دی چې د لبنان د پایتخت بیروت څخه دي ووځي او هغه ضروري پرسونل چې په یادشوي هیواد کې پاته کېږي ورته توصیه شوې باید په سیمه کې خپل سفر محدود کړي.


د امریکا د باندنیو چارو وزارت ویلي دي چې وضع به له نږدې نه څاری او د ضرورت په وخت کې ښايي په نور امنتیي احتیاطي اقداماتو باندې لاس پوري کړي.
XS
SM
MD
LG