د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: روسیه یو وړوکی هیوا دی او امریکا نشي بدلولی


جمهور رئیس براک اوباما په خبري کنفرانس کې د روسیې سخت انتقادونه وکړل.
جمهور رئیس براک اوباما په خبري کنفرانس کې د روسیې سخت انتقادونه وکړل.

جمهور رئیس براک اوباما وایي روسیه یو وړوکی او کمزوری هیواد دی او دا توان نلري چې امریکا بدله کړي. اوباما په یو خبري کنفرانس کې وویل د تیلو، ګاز او وسلو نه بغیر روسیه داسې کوم شی نه تولیدوي چې څوک یې ترې واخلي.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس براک اوباما وایي د دې ډیر احتمال شته چې د دیموکرات ګوند د کمپیوټرونو نه د ایمیلیونو غلا د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین شخصاً څارلي وي. د امریکا استخباراتي ادارې وایي روسیې دا کار پدې خاطر کړی و چې د جمهوري غوښتونکو د ګوند کاندید ډانلډ ټرمپ سره د انتخاباتو په ګټلو کې مرسته وکړي.

د امریکا استخباراتي ادارو څه موده وړاندې ویلي و چې د روسیې استخباراتي ادارو د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې پدې خاطر لاس وهلی و چې د دیموکرات ګوند د کاندیدې هیلري کلنټن په مقابل کې د جمهوري غوښتونکو د ګوند کاندید ډانلډ ټرمپ د جمهوري ریاست انتخابات وګټي.

روسیه بیا دا نه مني چې د امریکا د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې یې لاس وهلی او پخپله ډانلډ ټرمپ هم ویلي دي چې د نومبر د میاشتې د اتمې نیټې انتخابات یې په عادلانه توګه ګټلي دي. ټرمپ د خپلو انتخاباتو مبارزو پر وخت د روسیې جمهور رئيس ولادمیر پوتین ستاینه کړې وه او هغه یې د جمهور رئیس اوباما په پرتله "ښه رهبر" ګڼلی و.

منتخب جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ همدارنګه اکثره هغه کسان خپل سلاکاران او وزیران ټاکلي دي چې د روسیې سره ښه راشه درشه لري.

جمهور رئیس براک اوباما په خبري کنفرانس کې دا ونه ویل چې آیا د دیموکرات ګوند د ایمیلونو په غلا کې شخصاً ولادمیر پوتین لاس درلود که نه خو دومره یې وویل چې دا کار په روسیه کې په لوړه کچه تر سره شویدی. اوباما وړاندې وویل چې " دومره غټ کار په روسیه کې د ولادمیر پوتین نه بغیر نه کیږي. "

اوباما وویل چې د سپټمبر په میاشت کې یې پوتین ته مخامخ خبرداری ورکړی و چې د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې دې لاس نه وهي.

" جمهور رئیس پوتین مې د سپټمبر په میاشت کې په چین کې ولیده. او مخامخ مې ورته چې که لاس وهنه یې بنده نکړه، د جدې عواقبو سره به مخ شي. همدا یې ما ته تر ټوله غوره لاره ښکاریده. د چین جمهور رئیس شې ژن پنګ ته مې هم دغه ډول خبره کړې وه. مونږ داسې نښې نښانې ولیدې چې هغوي لاس وهنه تر یو حده کمه کړې خو په بشپړه توګه یې نده بنده کړې. "

جمهور رئیس براک اوباما وایي د امریکا استخباراتي ادارو ته یې وخت ورکړی چې د جنوري د میاشتې د شلمې نیټې نه وړاندې چې د جمهوري ریاست دوره یې خلاصیږي، په انتخاباتو کې د روسیې د لاس وهنو په هکله دې بشپړ او جامع راپور برابر کړي.

په خبري کنفرانس کې اوباما د روسیې په هکله په تنده لهجه خبرې وکړلې او زیاته یې کړه چې روسیه دومره توان نلري چې امریکا بدله کړي.

" روسیه مونږ نشي بدلولی او دومره زور هم نلري چې مونږ ډیر کمزوري کړي. هغه یو کمزوری او وړوکی هیواد دی. اقتصاد یې د وسلو، تیلو، او ګازو نه بغیر بل داسې کوم شی نه تولیدوي چې خلک یې ترې واخلي. "

ښاغلي اوباما په خبري کنفرانس کې وویل په هرې دریو جمهوري غوښتونکو کې یو یې د روسیې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین ملاتړ کوي او د هغه د کړنو طرفداري کوي. جمهور رئیس براک اوباما وویل چې د جمهوري غوښتونکو پدې کار سره به د امریکا پخواني جمهور رئیس رونالډ ریګن په ګور کې وخوځیږي. "

جمهور رئیس براک اوباما همدارنګه خبرداری ورکړ چې که چیرته د تایوان په هکله د امریکا په سیاسي دریز کې بدلون راشي، د چین لخوا به د ناوړه عواقبو سره مخ شي.

د امریکا منتخب جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د جمهوري ریاست د انتخاباتو د ګټلو نه وروسته د تایوان د مشرانو سره په ټیلیفون خبرې وکړلې چې د چین د مشرانو لخوا د جدي غبرګون سره مخ شو.

XS
SM
MD
LG