د لاس رسي وړ اتصالات

د جمهور رئیس اوباما د وینا ځیني مهم ټکي


Presiden AS Barack Obama bersama Presiden Palestina Mahmoud Abbas dalam jumpa pers gabungan di kompleks presidensial Muqata di Ramallah (21/3). (Reuters/Jason Reed)
Presiden AS Barack Obama bersama Presiden Palestina Mahmoud Abbas dalam jumpa pers gabungan di kompleks presidensial Muqata di Ramallah (21/3). (Reuters/Jason Reed)

جمهور رئیس اوباما چې د چارشنبې په ورځ د واشنګټن پر وخت د شپې په اته بجو یې ملت ته وینا کوله، تر ډیره یې د افغانستان نه دهغو امریکایي عسکرو د رایستلو په اړه خبرې وکړلې.

اوباما دغه عسکر د 2009 کال د ډسمبر په میاشت کې د ناټو او امریکایي قواوو د پخواني عمومي قوماندان ستر جنرال سټنلي مکرسټل په وړاندیز پدې خاطر افغانستان ته استولې وې چې د طالبانو د زور او قوت مخه ونیسي.

ولسمشر اوباما وویل کله یې چې په ملک کې د واک چاري په لاس کې واخیستل د افغانستان د جګړې اوه کاله تیر شوي ؤ، هغه وویل چې د القاعده د شکبي مشران او غړي د افغانستان نه پاکستان ته تښتیدلي وو او د هماغه ځای نه یې د بریدونو بندوبست کاوه او طالبانو هم بیرته ځانونه چمتو کړي ؤ او تعر‍ضي بریدونه یې کول. پوځي قوماندانانو خبرداری ورکړی ؤ که چیرته اضافي عسکر افغانستان ته وانستول شي، نو د دې خطر شته چې د هغه هیواد زیاتې برخې به د طالبانو لاسته ورشي.

ښاغلي اوباما وویل چې په همدې خاطر یې وپتیله چې 30 زره نور تازه دمي عکسر افغانستان ته واستوم او نوې تګلاره مې هم اعلان کړه. په نوې تګلارې کې ویل شوي ؤ چې یو ځل بیا به خپل پام د القاعده شبکې ته اړو، د طالبانو د زور او قوت مخه به نیسو او همدارنګه به د افغانستان امنيتي قواووې روزو. خو تر څنګ مې دا هم ویلي ؤ چې دغه عسکر به د جولای په میاشت کې راباسم.

نن شپه، غواړم تاسو ته ووایم، چې د پوځ، ملکي پرسونل او ایتلافي ملګرو پر مټ مونږ پدې وتوانید چې خپل ټاکل شوي اهداف تر لاسه کړو نو په همدې خاطر به سر د راتلونکې میاشتې نه (جولای 2011) ، لس زره امریکایي عسکر د افغانستان نه راوځي او تر راتلونکي اوړي پورې به ټول 33 زره عسکر د افغانستان نه راوځي.

اوباما همدرانګه وویل چې د دغو عسکرو تر راوتلو وروسته به د نورو عسکرو د ایستلو لړۍ پیل کیږي پداسې حال کې چې د امنیت د ساتلو مشري به پخپله افغانان په غاړه اخلي او زمونږ نقش به د محاربي پر ځای د افغانستان د امنیتي قواوو ملاتړ وګرځي.

او په 2014 میلادي کال کې به د امنیت ساتلو مسؤلیت په بشپړه توګه پخپله افغانانو ته وسپارل شي.

اوباما همدرانګه وویل چې د القاعده شبکه اوس مهال د دومره زیات فشار لاندې ده چې د سپټمبر د میاشتې د 11 مې نیټې نه راپدیخوا یې ساری نه لیدل کیږي. زیاته یې کړه چې د پاکستان سره د ګډې همکارۍ پر مټ مو د القاعده د شبکې کابو نیمه مشري له منځه یوړله.

ښاغلي اوباما وویل هغه مالومات چې خاصو قواوو د بن لادن د کاله نه تر لاسه کړیدي، داسې ترینه مالومیږي چې القاعده تر زیات فشار لاندې ده او بن لادن دا اندیښنه ښودلې وه چې د هغو مشرانو ځای نشي ډکولی چې وژل کیږي.

نور مالومات به وروسته په لیکه شي.........

XS
SM
MD
LG