د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: افغاني قواوو ته به د واک سپارل پیل شي


اوباما: افغاني قواوو ته به د واک سپارل پیل شي
اوباما: افغاني قواوو ته به د واک سپارل پیل شي

دامرېکا جمهور رېس بارک اوباما نن ووېل چی امرېکا او متحدېن ېې په افغانستان کی لگېادي پرمختگ کوی او افغانی قواو ته بل کال دکنټرول د سپارلو انتقالی دوره شروع شی.

اوباما نن په سپېنه ماڼئ کی د افغانستان او پاکستان په اړه دخپل حکومت د ستراتېژۍ دارزېابی کولو په وخت وېنا کوله ښاغلی اوباما واېې چې امرېکا به دالقاعدې پر خلاف جنگ ته بی له کومې وقفې نه دوام ورکړی.اوباما زېاته کړه چی دالقاعدې په مشرانو باندی فشار اوس دومره زېات شوی دی چی ډېر کسان جلب کولی نه شی، نه روزنه ورکولی شی او نه سفرونه کولی شی.

خو دامرېکا جمهور رېس ووېل چی القاعده اوس هم په امرېکا باندی دحملو پلانونه جوړوی. اوباما ووېل د طالبانو زور کم شوی دی. مگر کوم پرمختگ چی دطالبانو پر خلاف تراوسه پوری شوی دی دهغه په وېنا کمزوری دی او کېدی شی چی نتېجه ېې بېرته معکوسه شی. ښاغلي اوباما ووېل چې د امریکا د حکومت دا تازه ارزیابي ښېې چې دامرېکا او پاکستان اړېکی پراخه شوی دی خو په مساوی ډول مخ په وړاندی نه دی تللی.

هغه ووېل پاکستان باید هغو ټروېستانو په نابودئ کی مرسته وکړی چی دافغانستان دسرحد په اوږدو کی فعالېت کوی او باېد چی پټ مرکزونه ېې له منځ نه ېووسی.

دا ارزېابی نن په داسی حال کی خپره شوه، چی پوره ېو کال مخکی د امرېکا جمهور په افغانستان ته دېرش زره اضافی عسکر ولېږل .

په عېن وخت کی دعامه افکارو د معلومولو یوه نوې سروې چې د افغانستان د جنگ په اړه د واشنگټن پوست ورځپاڼې او ABC news تلوېزون په شریکه خپره کړې ده، وایي چې په امریکا کې اوس ډېر کم خلک د افغانستان د جنگ ملاتړ کوي. د خلکو د نظر د معلومولو ددې سروې نه څرگندېږي چې یواځې په سلو کې ٣۴ امریکاېان په دې نظر دي چې د افغانستان جنگ په گټلو ارزي . د جنگ لپاره د خلکو ملاتړ د پروسږکال په نسبت څو فېصده کم شوی دی. پروسږکال په همدې موده کې په سلو کې ۴۴ خلکو د افغنستان د جنگ ملاتړ کوه.

دا تازه سروې وايي چې د امریکا د ټول اولس په سلو کی ٦٠ وايي چې د افغانستان جنگ په گټلو نه ارزي.

XS
SM
MD
LG