د لاس رسي وړ اتصالات

د اوباما د وروستۍ وینا په هکله بیلابیل غبرگونونه


اوباما "د امریکا حکومت د ترهگرۍ ختمولو ته ژمن دی"

اوباما "د امریکا حکومت د ترهگرۍ ختمولو ته ژمن دی"

د امریکا د جمهوري ریاست لپاره جمهوري غوښتونکي کاندیدانو او د استازو د مجلس مشر د ټولنیزو رسنیو نه په استفادې سره د جمهور رئیس بارک اوباما په وینا باندې نیوکې وکړې.

جمهوري غوښتونکی کاندید دونالد ترمپ ترهگرو ته د پټ دښمن خطاب وکړ او ویې ویل "مونږ پټ دښمن لرو. مونږ داسې دښمن لرو چې یونیفورم نلري، ډیر خطرناکه او ظالم دی. مریض دښمن دی چې باید له منځه یوړل شي."

د داعش په وړاندې مبارزه د دواړو گوندونو؛ جمهوري غوښتونکي او دموکرات گوند یو مهم اصل دی.

د جمهوري ریاست لپاره د دموکرات گوند کاندیده هیلري کلنتن وایي داعش ته باید ماتې ورکړل شي "هغوی ته باید ماتې ورکړل شي، په دې مانا چې هغوی په هوا کې، په مځکې او په مجازي فضا او انترنت کې له منځه یوړل شي."

د دموکرات او جمهوري غوښتونکي گوند ترمنځ په ډیرو مسلو باندې د نظر اختلاف شته خو دغه مفکوره چې د داعش په وړاندې مبارزې کې څه باید وشي، د جمهوري غوښتونکي او دموکرات گوند ترمنځ اختلافات لا نور هم په ډاگه کړل.

دموکرات کاندید، سناتور برني ساندرس وایي په امریکا کې د وسلو په قانون باید له سره غور وشي "مونږ باید پر وسلو باندې بندیز، لا ډیر سخت کړو. مونږ باید د لوی شمیر مرمیو خرڅول پای ته ورسوو او د وسلو قاچاق یو جرم وگڼل شي."

خو جمهوري غوښتونکي بیا وایي د وسلو د لرلو قانون د ترهگرۍ په وړاندې مبارزې سره ونه تړل شي.

جمهوري غوښتونکی کاندید تد کروز په دې هکله بیا وایي "د داعش په وړاندې د چپ اړخو غبرگون، لکه په پټو سترگو د پیشو بچیانو په شان ديَ، چې د بد سړي پسې نه ځي خو سمدستي هڅه کوي د خلکو نه چې قانون مراعاتوي وسلې واخلي."

د جمهوري غوښتونکو او دموکراتانو تر منځ د تاوتریخوالي او ترهگرۍ د تعریف په اړه هم د نظر اختلاف موجود دی. جب بوش داعش، د غرب په مدنیت باندې جگړه بولي.

هغه وایي "هر څه چې یې بولی، دا پر لویدیځ مدنیت باندې جگړه ده. داعش پر مونږ دغه جگړه تپلې ده."

د متحده ایالاتو د استازو د مجلس مشر، پاول راین

د متحده ایالاتو د استازو د مجلس مشر، پاول راین

خو هیلري کلنتن بیا د اې بي سي تلویزیون سره په مرکه کې د ښاغلي بوش په ځواب کې وویل "دا په دې مانا ده چې مونږ د یو مذهب په وړاندې جگړه اعلانو. دا د مدنیتونو د ټکر نظریه تقویه کوي، او له همدې نه، داعش او نورې جهادي سخت دریځې ډلې د جلب و جذب د یوې وسیلې په توگه کار اخلي."

د سان برناردینو اوسیدونکي، چېرې چې دوه بریدگر د چهارشنبې په ورځ څوارلس کسان ووژل د جمهور رئیس اوباما د وینا په هکله بیلابیل غبرگون وښودل.

د جک کیوکیندال په نوم یو کس وویل اوباما خپل دریځ باید واضح څرگند کړای وای "خو خبرې لږې ضعیفه وې. دا ځکه چې د اوباما ستایل [روش] همداسې دی. جورج بوش ډیرې کلکې خبرې کولې خو هغه بیا د خبرو د عملي کولو په وخت هوښیاره نه وو."

د مونا رابرتو په نوم د سان برناردینو ښار یوه بله اوسیدونکې بیا وایي چې د اوباما وینا ډیره قوي نه وه "ماته داسی ښکاري، هر وار چې هغه (اوباما) خبرې کوي، د ورورلي یوه مسله ورته ښکاري، چې هغه نه غواړي ورسره معامله وکړي. هغه یوه بله مسله پکې رایاده کړه، لکه د وسلو د کنترول او د وژونکې وسلو بندولو خبره. "

جمهور رئیس اوباما په داسې حال کې چې خلکو ته یې د کلیفورنیا او پاریس د وروستیو بریدونو په اړه ډاډگیرنه ورکوله، هوډ یې وکړ چې امریکا به د ترهگرۍ دا پړاو هم په بریا تیر کړي.

XS
SM
MD
LG