د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر اوباما به خپل په کلنۍ وینا کې څه وايي؟


ټاکل شوې چې ولسمشر اوباما به د سې شنبې په ورځ خپل کلنی وینا وکړي. ولسمشر د هر کال په پیل کې ولس ته وینا کوي چې په امریکا کې ورته سټیټ اف ده یونین وايي. ولسمشر به دا وینا د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د غړو په حضور کې وکړي چې په میلیونو کسان به یې په آمریکا او نړۍ کې وویني.

کله چې ولسمشر اوباما په ۲۰۰۸ کال کې د امریکا ولمسشر سو نو په ۲۰۰۹ کال کې یې خپل په کلنۍ وینا کې هڅه وکړه چې په خلګو کې د اقتصادي وضعیت په هکله ډاډ او اطمینان زیات کړي. په امریکا کې د ۱۹۳۰ لیسزې وروسته د ۲۰۰۷ کال اقتصادي بحران تر ټولو سخت بحران وو.

ولسمشر اوباما خپل د ۲۰۰۹ کال د وینا په ترڅ کې داسي وویل: ،،که څه هم مونږ په سختو شرایطو کې شپې سبا کوو او د یوه مامعلومه حالت سره لاس او ګریوان یوو. زه غواړم چې ټول امریکایان په دې پوه شي چې مونږ به بیرته پرپښو دریږو او امریکا به د پخوا نه لاغېښتلې، بیرته په نړۍ کې مطرح کېږي.،،

د ۲۰۰۹ کال راهیسي ولسمشر اوباما خپل په کلنۍ ویناګانو کې تل د ډله ایزو وژنو په څیر پر هغو پېښو خبرې کړي دي چې امریکا یې لرزولې ده. اوس چې ولسمشر د دویمې دورې دپاره انتخاب شوی دی، هڅه کوي چې پر کانګرس باندي فشار وارد کړي ترڅو د وسلو د کنټرول قوانین ټینګ کړي او دغه راز د کډوالو په قوانینو کې یو لړ اصلاحات راولي.

جیمس کارفینو د هیریټیج فونډیشن د محافظه کاره تحقیقاتي مرکز څخه داسې وايي: ،،ظاهراْ د کډوالو مسله به یوه غټه مسله وي. دغه راز ولسمشر به د وسلو د کنټرول او تشدد په هکله خبري وکړي خو هغه به د بودیجې پر مسلې باندي هم وغږیږي ځکه چې تراوسه پوري لا د بودیجې مسله حل شوې نه ده.،،

د حکومت د بودیجې د کسر راکمول او د حکومتي لګښتونو لږول اوس هم نا حل شوي مسایل دي چې د مارچ ترماشتې پوری ورته مهال ویش ټاکل شوی دی او دغه موضوګانې به ښايي د ولسمشر په وینا کې مطرح شي.

خو د امریکا د جورج واشنګټن د پوهنتون څخه جان ساډیس وايي چې ولسمشر اوباما ته په کار ده چې د اقتصادي پرمختګ او د زیات شمیر امریکایانو لپاره د روانوو سختیو د کمولو ترمنځ یو توازن پیدا کړي. ،،په اقتصاد کې ښه والی راغلی دی. د ولسمشر د منظورۍ کچه هم لوړه شوې ده خو زه فکر کوم چې اوس هم مونږ په سخت وضیعت کې یوو. بې کاري اوس هم زیاته ده او ښايي تر یو وخت پوري همدغسي ادامه پیدا کړي.،،

د یادونې وړ ده چې خپل د ۲۰۱۲ کال په وینا کې ولسمشر اوباما د عراق د جګړې د پای ته رسیدو او د اسامه بن لادن د وژل کیدو په هکله خبرې وکړې او دا یې وویل چې د بن لادن څخه نور نړۍ ته خطر متوجې نه دی. سږکال به نوموړی د افغانستان په هکله خبرې وکړي او ددغه هیواد نه د بهرنیوو ځواکونو د مهال ویش یادونه وکړي.

د امریکا د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو د مرکز څخه انتوني کوردسمن وايي د ولسمشر اوباما په وینا کې به ښايي د عرب د پسرلي په هکله هم یادونه وشي. ،،هغه به په عربي نړۍ کې د ستونزو په هکله خبرې وکړي. زه فکر کوم چې په دغه سیمه کې د امریکا د فعالې ډیپلوماسۍ پرته، د اقتصادي او نظامي مرستو پرته او پرته له دې چې په سیمه کې د ډیموکراتیکو نظامونو د رامنځ ته کیدو دپاره دوامداره هڅه وشي، په سیمه کې به ګواښونو تردې لا هم جدي سي.،،

په عین حال کې د جورج واشنټګټن د پوهنتون څخه جان ساډیس وايي چې ولسمشر اوباما ته په کار ده چې د امریکا د ډیموکراتانو او جمهوري غوښتونکو څخه وغواړي چې خپله همکاري زیاته کړي. ،،که داسي وشول نو امریکایان به د ولسمشر اوباما ترڅنګ پر خپل حکومت باندي هم اعتماد زیات کړي.،،

ښاغلي سایډیس دغه راز وویل چې جمهوري غوښتونکي د خپل ګوند دننه په اصطلاح هغو آوازونو ته ښه متوجې دي چې د ولسمشر اوباما سره د نه ختمیدونکي مخالفت پرضد خبرداری ورکوي.
XS
SM
MD
LG