د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور ررئېس براک اوباما به ملت ته په وینا کې په خپل اقتصادي پلان خبري وکړي.


جمهور ریس بارک اوباما

جمهور ریس بارک اوباما

دامرېکا جمهوررئېس براک اوباما به خپل تصور دامرېکا د اقتصاد د ښه واًلي په برخه کې وړاندې کړي. هغه به نن د سه شنبی په ماښام ملت ته د کانگرېس دمشترکی غونډی په وړاندې وېنا وکړي.

دامرېکا جمهوررئېس براک اوباما به خپل تصور دامرېکا د اقتصاد د ښه واًلي په برخه کې وړاندې کړي. هغه به نن د سه شنبی په ماښام ملت ته د کانگرېس دمشترکی غونډی په وړاندې وېنا وکړي.

په هغه وېډېو کې چې دهغه ملاتړو ته خپره شوېده، ښاغلی اوباما به دخپل اقتصادی پلان او تصور په برخه کې معلومات وړاندی کړی. په دې کې به نوي پېشنهادونه، د صنعت، پاکی انرژی، او تعلېم لپاره شامل وی. دغه پلان "ددې لپاره جوړشی چې دوام وکړي" په نامه ېادېږی.

جمهوررئېس ووېل دی د اقتصاد د بېا پرمختگ او رغاونی په برخه کې له دوه ډېرو مختلفو لارو سره مخ دی. ېوه د لږ و فرصتونو او امکاناتو او انصاف لاره ده. اوبله لاره دهغه اقتصاد لاره ده چی د هرچا گټه پکې ده نه ېوازې دېوڅو بډاېو او شتمنو گټه.

رپوټ وايی ښاغلی اوباما به له دې وېنا دا کا ر هم واخلی چې د 2012 م کال دانتخاباتو لپاره خپله نقشه او پلان وړاندې کړي. هغه به په دې وېنا کې دخپل ځان او د خپلو انتخاباتي مخالفېېنو ېعنې جمهوری گوند د کاندېدانو ترمنځ په تفاوتونو باندې بحث وکړی. په امرېکا کې د سنا په مجلس کې داقلېت گوند مشر مېچ مکانل ووېل دی دېته سترگی په لاردی چې ېوداسی نوی نظر واوري چې ددواړو گوندونو استاځېو ته دمنلو وړ وي.

XS
SM
MD
LG