د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما به په خپلې کلنۍ وینا کې د اقتصاد او کارموندنې په اړه خبرې وکړي


د امریکا ولسمشر بارک اوباما
د امریکا ولسمشر بارک اوباما
د امریکا ولسمشر بارک اوباما به نن ماښام د امریکا ملت ته خپله کلنۍ وینا واوروي. تمه ده چې اوباما به په دغه کلنۍ وینا کې چې د کانګریس د غړو مخې ته یې کوي د امریکا اقتصاد او په دغه هیواد کې کارموندنې ته توجه وکړي.

د اوباما د ادارې مشاورین وايي چې اوباما به د کانګریس د غړو نه وغواړي چې داسي قوانین تصویب کړي چې د اقتصادي پرمختګ په یو شمیر پروژې باندې پانګه اچونه وشي. په دغو پروژو کې زیربنايي، څیړنیز او تعلیمي پروژې شاملې دي.

اوباما به د کانګریس نه دا هم وغواړي چې په دوو موضوعاتو باندې چې اوس په کانګریس کې ورباندې بحث روان دی قوانین تصویب کړي. په دغو موضوعاتو کې یوه یې په امریکا کې د وسلو د کنټرول مسله ده او بله یې امریکا ته د مهاجرت په برخې کې اصلاحات دي.
XS
SM
MD
LG