د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: مونږ سوریې ته پلمه نه لټوو


د امریکا ولسمشر بارک اوباما د روسیې ولسمشر ویلادمیر پوتین اوس هم پر سوریې باندې د برید په برخه کې سره ویشل شوي دي سره له دې چې دواړو مشرانو د نړۍ د شل بډایوو هیوادونو په غونډه کې پر دې مسلې باندې خبري وکړې.

دواړو مشرانو په یوه خبري کنفرانس کې خپل لیده کاته کاري او دوستانه وبلل خو دا واضیح څرګندېده چې دواړه د سوریې په موضوع کې ډیر اختلافات سره لري.

ولسمشر پوتین خبریالانو ته وویل چې د دمشق په مربوطاتو کې د سوریې د حکومت وسله والو مخالفینو وسلې کارولي دي او دا چي د سوریې پر حکومت باندې هر ډول پوځي اقدام به د نړیوالو معیاردونو څخه سرغړونه وي. ،،اجازه راکړی چې دا در په یاد کړم چې د پوځي اقدام څخه یواځي د ځان د دفاع په خاطر کار اخیستلای سو او مونږ ټول پوهېږو چې سوریې پر امریکا باندې برید نه دی کړی. دویم دا چې د امنیت په شوار کې پریکړه وشوه او یوه غړي هیواد وویل چې که چیري پرسوریې باندې برید وشي نو دا به د دې معنی ولري چې برید کونکي ځان د قانون څخه لوړ بولي.،،

په عین حال کې ولسمشر اوباما بیا وویل چې د ښاغلي پوتین دریځ به ښايي د ملګرو ملتونو د متفتشانو د ریپوټ وروسته چې د کیمیاوي وسلو په هکله څیړنې کوي، بدل شي.

خو ولسمشر اوباما زیاته کړه چې ښاغلي پوتین ته یې وویل چې د دې تمه نلري چې ښاغلیْ پوتین دي ورسره د سوریې په موضوع کې موافق اوسي اما ولسمشر وویل چې دا مهمه ده چې نړیواله ټولنه باید یوځای مخ پر وړاندې ولاړه شي. ،،که امریکا، روسیه او نور هېوادونه پر یوې معینې موضوع باندې موافق هم نه وي چې د کیمیاوي وسلو استعمال ته څه ډول ځواب ورکړي ،اوس هم دا مهمه ده چې ټول یوځای کار سره وکړو او د شخړې ښکیلې خواووې وهڅوو چې دا بحران حل شي.،،

اوباما: مونږ سوریې ته پلمه نه ګورو

د یادونې وړ ده چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما هڅه کوي چې د سوریې د تیرې میاشتې د کیمیاوي وسلو د برید په ځواب کې چې د ۱۴۰۰ څخه زیات خلګ په کښي ووژل شول، د نظامي برید لپاره نړیوال ملاتړ ترلاسه کړي. ،،د ۱۴۰۰ څخه زیات خلګ په کیمیاوي ګاز باندې ووژل شول. څلور ساوه یې ماشومان دي. مونږ دا مسله جعلي کړې نه ده. مونږ د دې کار نه د پلمې په توګه کار نه اخلوو چې پوځي اقدام وکړو.،،

ولسمشر اوباما وویل چې د هغه هدف دا دی چې د کیمیاوي وسلو د عدم استعمال په برخه کې نړیوال معیارونه او نورمونه په ځای شي. خو ښاغلی پوتین بیا وايي چې د کیمیاوي وسلو استعمال د مخالفینو مسولیت دی چې غواړي نړۍ راوپاروي. ،،زه فکر کوم چې هر څه چې د کیمیاوي وسلو په برخه کې شوي دي هغه د حکومت ضد جنګیالیوو اقدام وو چې غوښتل یې دنیا راوپاروي.،،

ټاکل شوې چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما به د سې شنبې په ورځ د امریکا ملت ته وینا وکړي ولسمشر د کانګرس سره د سوریې پرضد د پوځي اقدام په برخه کې یوځای کار کوي.

ولسمشر اوباما د جمعې په ورځ د چین د ولسمشر ژي جین پینګ سره وکتل او هغه هم پر سوریې باندې د نظامي برید سره مخالفت څرګند کړ. هند، اندونیزیا او جنوبي افریقا د هغو هیوادونو په ډله کې دي چې په سوریې کې د هر ډول نظامي مداخلې سره مخالفت لري.
ولسمشر اوباما زیاته کړه چې د نړۍ اکثرو مشرانو چې د جي شل هیوادونو په غونډه کې یې ګډون کړو وو د امریکا د نتیجه ګیرۍ سره موافق دي چې د سوریې حکومت کیمیاوي وسلې کارولي دي.
XS
SM
MD
LG