د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئیس اوباما د کیوبا ملت ته تاریخي وینا کوي


جمهور رئیس اوباما په انقلابي ماڼۍ کې د کیوبا د جمهور رئیس راول کاسترو سره وکتل

جمهور رئیس اوباما په انقلابي ماڼۍ کې د کیوبا د جمهور رئیس راول کاسترو سره وکتل

د امریکا جمهور رئیس براک اوباما پرون د کیوبا په پایتخت هوانا کې د هغه ملک د جمهور رئیس راول کاسترو سره وکتل. د دغه تاریخي ملاقات هدف د اړیکو عادي کول او د بشري حقونو د مسلو په ګډون د یو شمیر مسایلو په هکله د اختلاف له منځه وړل دي.

د امریکا جمهور رئیس براک اوباما په کیوبا کې په هغو مراسمو کې هم برخه واخیسته چې د انقلاب په پلازې کې د کیوبا د خپلواکۍ د اتل هوزي مارتي په څلي د ګلانو ګیډې کيښودل شوې.

د دغو مراسمو نه وروسته جمهور رئیس اوباما او جمهور رئیس راول کاسترو یو بل ته لاسونه ورکړل او بیا انقلابي ماڼۍ ته د خبرو لپاره ولاړل.

اوباما د امریکا لومړنی جمهور رئیس شو چې پدې تیرو نوي کالونو کې کیوبا ته تاریخي سفر کوي. تمه کیږي چې ښاغلی اوباما پدې سفر کې د حکومتي مشرانو، ځوانانو، سوداګرو، د مدني ټولنې د غړیو او د حکومت د ناراضیانو سره وګوري. سپینې ماڼۍ ویلي دي چې د کیوبا حکومت نه غواړي چې اوباما د ناراضیانو سره وګوري.

جمهور رئیس اوباما به د کیوبا ولس ته په وینا کې د خپل سفر مهم اهداف روښانه کړي.

د امریکا جمهور رئیس براک اوباما په کیوبا کې د خپل سفر لومړنۍ ورځ د دواړو هیوادونو د اړیکو لپاره نوې ورځ وګڼله. اوباما ژمنه وکړه چې د سوداګرۍ په برخې کې په کیوبا د لګیدلو بندیزونو د لیرې کیدلو لپاره به هلې ځلې کوي خو تر څنګ یې دا هم وویل چې د بشري حقونو په مسله کې به د کیوبا سره حساب کتاب کوي.

د خبرو نه وروسته د کیوبا جمهور رئیس راول کاسترو د دواړو هیوادونو تر منځ د دیپلوماتیکي اړیکو په بیا پیل کیدو کې د ښاغلي اوباما د هلو ځلو ستاینه وکړه او د هغه نه یې وغوښتل چې په کیوبا د سوداګرۍ د هغو بندیزونو په لیرې کیدو کې لا زیاته همکاري وکړي چې د امریکا د متحده ایالاتو لخوا په هغه هیواد لګیدلي.

" د سوداګرۍ دا بندیزونه زمونږ د اقتصاي پرمختګ او د کیوبا د ولس نیکمرغۍ په مخکې تر ټولو غټ او مهم خنډونه دي. همدا وجه ده چې د بندیزونو لیرې کیدل به د اړیکو په عادي کیدو کې نوره مرسته هم وکړي. دا کار به د هغو کیوبایانو لپاره هم ګټه وکړي چې په نورو هیوادونو کې یې سیاسي پنا اخیستې او هیله لري چې د خپلو کورنیو او هیوادوالو سره یو ډول مرسته وکړي. "

XS
SM
MD
LG