د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما توپان ځپلو سیمو ته سفر وکړ


اوباما توپان ځپلو سیمو ته سفر وکړ

اوباما توپان ځپلو سیمو ته سفر وکړ

جمهور رئیس براک اوباما د میزوري ایالت د جفلین د سیمې خلک وستایل چې یوه اونۍ دمخه سخت توپان وځپل او څه دپاسه یو سلو څلویښت تنه یې تلف کړل.

پرون جمهور رئیس اوباما د میزوري ایالت په جفلین کې د سختې بوړبوړکۍ د قربانیانو په درنښت په جوړ شوو مراسمو کې خبرې وکړې. نوموړي په څو پیښو کې د هغو کسانو د تلف کیدو یادونه وکړه چې د نورو د ژغورنې په ترڅ کې یې ژوند له لاسه ورکړی دی.

هغه وویل د جفلین خلکو وښودله چې د غمیزې په ترڅ کې هم هیڅ څوک پردی نه دی.

XS
SM
MD
LG