د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر اوباما هغه ښوونځي ته سفر کوي چې په کښي په لسګونو تنکي ماشومان ووژل شول


د امریکا ولسمشر براک اوباما نن د یکشنبې په ورځ د کنټیکټ د ایالت نیوټاون ته ځي چې ددې ښارگوټي د خلکو سره چې په یوه ښوونځي کې د یو کس د برید له کبله غمجن دي خواخوږي څګنده کړي. په دې برید کې د شل تنه ماشومان او شپږ لویان ووژل شول.

د سپینې ماڼۍ مامورین وايي ښاغلی اوباما به د سنډي هوک په نوم ابتدایي ښوونځۍ کې د هغو کورنیوو سره وگوري چې د کورنۍ غړي یې وژل شوی او همدارنگه به د هغو کسانو نه هم مننه وکړی چې د ټولو نه مخکي د پیښې ځای ته یې ځانونه رسولی دي.

ولسمشر پلان لري چې نن شپه د قربانیانو د کورنیو ته په غونډه کې وینا وکړی. د کنټیکټ پولیس وایي په وژل شوو کسانو کی 12 جنکی او8 هلکان دي . ټول د اول صنف شاگردان وو او د شپږو او اوه کالونو وو. شپږ تنه لویان، ټولې ښځې وې.
XS
SM
MD
LG