د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ - اوباما: له توندو نیوکو تر ټوکو او شوخۍ


ښاغلی ټرمپ وایي "ما اوس جمهور رئیس اوباما وپیژاند. زما په رښتیا هغه خوښیږي"
ښاغلی ټرمپ وایي "ما اوس جمهور رئیس اوباما وپیژاند. زما په رښتیا هغه خوښیږي"

څو میاشتې دمخه د امریکا جمهور رئیس باراک اوباما او منتخب جمهور رئیس دونالد ټرمپ په منظمه توگه پر یو بل سختې نیوکې کولې، خو نن دوی دواړه سره تلیفوني مکالمي او ټوکې ټکالې کوي.

په دودیز ډول د امریکا د متحده ایالاتو متقاعده او برحاله جمهور رئیسان په خپل منځ کې یو ډول خاص مناسبات لري. د چارشنبې په ورځ ښاغلي ټرمپ وویل "څه چې تیر شول هغه هیر شول".

ښاغلي ټرمپ وروسته له هغې چې د ټایمز مجلې د کال د شخصیت په نامه اعلان کړ، د ان بي سي تلویزیوني شبکې ته وویل "ما اوس جمهور رئیس اوباما وپیژاند. زما په رښتیا سره هغه خوښیږي". هغه زیاته کړه چې د ښاغلي اوباما د نظر په اړه څه نه شي ویلای خو دده په اند "مونږ دواړه واقعاً ډیر ښه سره جوړیږو".

دونالد ټرمپ د ښاغلي اوباما په اړه وایي "هغه په هیواد مین دی، غواړي په هیواد او د هیواد لپاره سم کارونه وکړي". هغه وایي ویلای شم چې مونږ په څرگنده په مشخصو پالیسیو او مشخصو شیانو سره موافق نه یو، خو "تاسې پوهیږئ چې واقعاً هغه مې د یو جمهور رئیس په توگه خوښیږي".

له بلې خوا ښاغلي اوباما د نوامبر د اتمی انتخاباتو راپدیخوا په پخپلو تبصرو کې د ښاغلي ټرمپ په هکله دومره علاقمند نه بریښي. خو هغه په وار وار له ولس او له نړیوالو مشرانو څخه چې د ښاغلي ټرمپ د جمهوري ریاست په اړه اندیښمن دي، غوښتي دي چې "انتظار شي او وگوري". د هغه دلیل دادی چې انتخاباتي کمپاین او حکومت کول سره توپیر لري او د چارو د پرمخ بیولو حقیقت به ټرمپ دې وهڅوي چې خپل افکار تر یوه حده بدل کاندي.

ښاغلی اوباما وایي "دا هغه لار ده چې دغه دفتر پرې چلیږي".

د اسوشیتید پرس اژانس وایي دا څرگنده نه ده چې د ښاغلي اوباما او ښاغلي ټرمپ ترمنځ به راتلونکې دوستي او ملگرتیا څه ډول پرمخ ولاړه شي.

خو لیکي چې د دوی ترمنځ د خبرو لهجه هاغسې نه ده چې خلکو یې څو میاشتې دمخه انتظار درلود. ښاغلي اوباما د امریکا د انتخاباتي مبارزې په ټول پړاو کې د نویارک په دغه سوداگر او میلیاردر باندې نیوکې کولې او یلي یې وو چې ښاغلی ټرمپ دې کار ته اماده نه دی او د جمهوري ریاست لپاره د لازمو شرایطو "وړتیا" نه لري چې د نړۍ د قدرتمن ولس مشري وکړي.

ښاغلي ټرمپ په ځواب کې په پخپلو تویټرونو کې لیکلي وو چې جمهور رئیس اوباما به "د امریکا د متحده ایالاتو په تاریخ کې د تر ټولو بد جمهور رئیس په توگه یاد شي".

ښاغلي ټرمپ همداشان څو کاله دمخه په غلطه ادعا کړې وه چې اوباما د امریکا تابیعت نه لري او هغه یو غیر مشروع جمهور رئیس دی. د ټرمپ ددې ادعا پر وړاندې اوباما په ٢٠١١ کې خبریالانو ته په یوه میلمستیا کې ټرمپ د یوې تفریحي تلویزیوني خپرونې چلوونکی او آوازه خپرونکی گڼلی و.

دا په داسې حال کې دي چې برحاله جمهور رئیس باراک اوباما او منتخب جمهور رئیس دونالد ترمپ د سپینې ماڼۍ د ویاند جان ارنست په وینا د نوامبر په لسمه په سپینه ماڼۍ کې د ٩٠ دقیقو خبرو وروسته بیا څو ځلې تلیفوني تماسونه نیولي دي. خو ښاغلي ارنست د دغو دواړو مشرانو ترمنځ د اړیکو د څرنگوالي په اړه زیات څه نه دي ویلي.

ښاغلي ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې ویلي وو چې هغه به د "مشورو" لپاره په ښاغلي اوباما بیا بیا غږ وکړي.

خو جمهور رئیس اوباما دا هم ویلي دي چې "داسې کوم لارښود نشته چې یو جمهور رئیس دې څنگه وي".

XS
SM
MD
LG