د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما پر ټویټر له خلکو سره وغږید


اوباما پر ټویټر له خلکو سره وغږید
اوباما پر ټویټر له خلکو سره وغږید

ټولنیزې رسنۍ ددې برسیره چې خلکو ته خبرونه رسوي، په نړۍ کې د انقلابونو محرکه قوه ده، او په امریکا کې یې د سیاست کولو طرز بدل کړی دی. جمهور رییس اوباما پرون د ټولنیزو رسنیو د یوې وسیلې – ټویټر– له لارې له سپینې ماڼۍ نه له خلکو سره خبرې وکړې.

جمهور رییس اوباما غواړي چې د ټولنیزو رسنیو له لارې له خپلو زیات شمیر اوریدونکو سره تماس ونیسي.

"زه غواړم تاریخي کار وکړم، د امریکا یو جمهور رییس چې په لومړي ځل مستقیما په ټویټر پیغام لیږي".

او له همدې سره جمهور رییس د ټویټر له لارې د خلکو سره په لومړي ځل خبرې پیل کړې. په تیرو څو میاشتو کې هغه د یوټیوب او فیسبوک له لارې هم له خلکو سره غږیدلی و. ښاغلي اوباما د ۱۴۰ تورو حد ته په پام سره لمړی خپله یوه پوښتنه ولیکله.

خو د هغه شفاهي ځواب تر دې ډیر اوږد و.

"اجازه راکړﺉ په لنډه هغه خطر تشریح کړم چې د پورونو د لوړ حد په اړه پیښ دی. په تاریخ کې کله چې د امریکا په بودیجه کې کسر راغلی، نو دغه کسر یې د ګټو د سندونو د خرڅولو له لارې پوره کړی، کانګرس باید د خزانې د وزارت لپاره د پور اندازه تصویب کړي. خو اوس کانګرس غواړي چې د پورونو د اعظمي حد لوړولو ته رایه ورنکړي. که دا کار ونکړو، نو خزانه به بې پیسو شي. موږ به ددې توان ونلرو چې خپل بیلونه ادا کړو"

د سیاسي رسنیو څیړونکی کین ګولډسټاین: "که سیاست او پالیسي له ۱۴۰ تورو نه زیاته پیچلې وي، نو بیا به د ټویټر له لارې له خلکو سره خبرې ستونزمنې وي"

ګولډسټاین وايي، د نویو رسنیو محدودیتونو د جمهور رییس لپاره جدي ستونزې پیدا کړي دي.

"هغه داسې یو کس دی چې نوي رسنۍ ډیرې خوښوي. او هغه غواړي چې د واشنګټن له شفاهي سیاست پورته پرواز وکړي او ټویټر ددې دواړو لپاره ښه وسیله ده".

د ټولنیزو رسنیو ویب سایټونو لکه فیسبوک، یوټیوب او ټویټر په نړۍ کې انقلابونه راپارولي دي. په ایران، چین او منځني ختیځ کې د خلکو په خوځښتونو کې د خلکو تر منځ د تماس وسیله وه.

خو څیړونکي وايي، که څوک په روانو چارو کې دلچسپي لري کولای شي د عنعنوي رسنیو علاوه بیلابیل نور ډولونه تعقیب کړي.

"زه په دې عقیده یم چې پخوانۍ رسنۍ اوس هم ارزښت لري. په انټرنیټ باندې د خپرېدونکو موادو منبع اوس هم تر ډیره عنعنوي مطبوعات دي".

سیاستمداران اوس کوښښ کوي چې د عنعنوي مطبوعاتو حدود مات کړي، او ډلییزې رسنۍ له دوی سره په دې کار کې مرسته کوي. په دې توګه دوی دې ته اړتیا نلري چې له خبریالانو سره خبرې وکړي. او پر ټویټر باندې په خبرو کې څوک د چا خبرې هم نشي قطع کولای.

XS
SM
MD
LG